د داوطلبی بلنې خبرتیا - (د اوومې ناحیې اړوند په دارالامان سیمه کې د ټولګټو وزارت له اضافي موازي ملکیت څخه د 0.95 جریبه ځمکې په کرایه ورکولو پروسه)

kalim_admin
اعلان دعوت به داوطلبی اجاره دهی موازی (0.95) جریب زمین مازاد ملکیت وزارت فواید عامه واقع دارالامان ناحیه هفتم شهر کابل

Publish Date

Closing Date

ټولګټو وزارت ټولو په شرايطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د اوومې ناحیې اړوند په دارالامان سیمه کې د ټولګټو وزارت له اضافي موازي ملکیت څخه د 0.95 جریبه ځمکې په کرایه ورکولو په پروسه کې، چې د MOPW/1404/NC-66/NCB   تشخصیه نمبر لرونکی دی؛ ګدون وکړي او د شرطپاڼې د شرايطو سره سم خپل سر تړلي آفرونه د یاد اعلان ترخپرېدلو وروسته اړوند مرجع ته وسپاري.

د شرطپاڼې د لاسته راوړلو پته: ګډونوال کولای شي، شرطپاڼه د ټولګټو وزارت د تدارکاتو د رياست د اجناسو له آمريت څخه، چې په صدارت څلور‌لارې کې د پخواني کورنيو چارو وزارت په سړک کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ته څېرمه موقعيت لري؛ په فلش ميموري کې ترلاسه کړي.

د آفرونو د تسليمۍ وروستۍ نېټه: 1404/08/06 ( 10:00 )  بجې له غرمې مخکې؛ ناوخته رسېدلي او انټرنيټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر تضمین: هغه کسان چې د داوطلبۍ او مزایده په پروسه کې ګډون کوي، مکلف دي چې درې میاشتې کرایه چې د داوطلب له لوري په آفر کې درج او وړاندې کېږي، تضمین کړي.

د آفر پرانيستلو نېټه : 1404/08/06  - ( 10:00 )  بجې له غرمې مخکې.

د آفر پرانستولو ځای: ټولګټو وزارت.

يادونه: که چيرې د روان کال 1404/08/06نېټه د حکومت لخوا په ناڅاپي ډول رخصتي اعلان شي؛ د داوطلبۍ ناسته د یادې نېټې به بله کاري ورڅ کې ترسره کېږي.

...

7 میاشتې 3 اونی ago

...

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۳:۳۹
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د تخار ولایت د ټولګټو ریاست د اضافي ځمکې د اجارې خبرتیا

د ټولګټو وزارت اړوند، د تخار ولایت د ټولګټو ریاست اضافي ځمکه چې د یاد وزارت ملکیت ده، د دوکانونو د اعمار په موخه په اجارې ورکوي، دغه ځمکه په جنوبي برخه کې ۱۱۱ متره اوږدوالی او ۶ متره . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۹:۴۳
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د کندز ولایت د ټولګټو ریاست په پام کې لري خپله ځمکه چې شاوخوا (۲ جریبه، ۶ بسوې او ۱۸ بسواسه) مساحت لري د نافذه قوانینو سره سم په اجاره ورکړي

ټولو محترمو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، د ټولګټو وزارت په پام کې لري، چې د امارتي ځمکو د اجارې قانون او نورو نافذه قوانینو سره سم، هغه ځمکه  چې شاوخوا (۲ جریبه، ۶ بسوې او ۱۸ بسواسه) . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۹:۱۹
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د بغلان ولایت د خنجان ولسوالۍ د بازار په مرکز کې د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست اړوند ځمکې د اجارې خبرتیا

ټولو محترمو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، د ټولګټو وزارت په پام کې لري، چې د امارتي ځمکو د اجارې قانون او نورو نافذه قوانینو سره سم، هغه ځمکه چې شاوخوا (۹۰) متر اوږدوالی او (۲۵) متر . . .

Back to tenders