د داوطلبۍ د بلنې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د دشت ارچي – کندز د پاتې برخې 626.44+19 کیلومتره سړک د قیر اچونې په پروسه کې د ګډون وکړي، د شرطپاڼې سافټ کاپي او د پروژې تخنیکي اسناد دې د تدارکاتو ریاست اړوند د ساختماني، تدارکاتي او مشورتي خدمتونو له آمریت څخه ترلاسه کړي، خپل تړل شوي آفرونه دې د اعلان له نشر څخه د (27/05/1403) نیټې د سهار تر 10 بجو پورې د ټولګټو وزارت د تدارکاتو رياست د تدارکاتو او اجناسو له آمريت څخه چې په صدارت څلولاري (پخوانۍ د کورنيو چارو وزارت سړک د احصايې او معلوماتو ادارې تر څنګه واقع دی؛ وړاندې کړي، انټرنيټي او وروسته رسېدلي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمين: په بانکي ګرنټي ډول (15,000,000) پنځه لس میلیونه افغانۍ دي او د آفر پرانيستلو نېټه د (27/05/1403) د سهار 10:00 بجې د دفتر ریاست د غونډو تالار دریم منزل.