د دشت‌ارچي – کندز د ۱۹.۶ کیلومتره سړک د پاتې برخو د قیر اچونې چارې جریان لري

kalim_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۵
د دشت‌ارچي – کندز د  ۱۹.۶ کیلومتره سړک د پاتې برخو د قیر اچونې چارې جریان لري

د دشت ‌ارچي – کندز مسیر د پاتې برخو د قیر اچونې چارې جریان لري، د سړک دغه پروژه ۱۹.۶ کیلومتره اوږدوالی او ۷ متره پلنوالی لري، چې د ټولګټو وزارت لخوا یې د اساسې رغونې چارې د څه باندې  ۴۹۸ میلیونو افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې دي او دامهال عملاً جریان لري.

د ياد سړک په اوږدو کې د  ۵۷ پایې پلګوټو او د ۳۰۰ متره استنادي دېوال د جوړولو کار هم شامل دی او ټاکل شوې ده چې دا پروژه به د ۱۸ میاشتو په موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د یادونې وړ ده، چې یاده پروژه اوس مهال ۵۳.۵ سلنه فزیکي پرمختګ لري.

د دشت ‌ارچي – کندز سړک د کندز ولایت له مهمو نښلوونکو سړکونو څخه دی، چې د دشت ‌ارچي ولسوالۍ او دغه راز د تخار ولایت د خواجه غار ولسوالۍ د کندز ولایت له مرکز او شیرخان بندر سره نښلوي.

د دې پروژې د کار په جریان کې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شوې ده، او  په بشپړېدو سره به یې د مسافرینو د تګ راتګ او د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد په برخه کې ګڼ شمېر اسانتیاوي رامنځته شي.

...

8 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۴:۸
Background image

د میدان وردګ – لوګر نښلوونکي سړک د رغونې چارې د څه باندې ۷۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري

د میدان وردګ – لوګر نښلوونکي سړک د رغونې چارې په دوو لاټونو کې د ۳۱.۶ کیلومتره ټولیز اوږدوالي په لرلو سره د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ قرارداد شوې وې، چې دا مهال په چټکۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۱:۲۵
Background image

په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۲۳۵۳۶۲ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۵ هـ.ش. کال د ثور له ۱۱مې څخه تر۱۷مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې  ۲۳۵۳۶۲ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۱۶۰۰۶۳ټنه، د آقینې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۵
Background image

په بلخ ولایت کې د بلخ – شبرغان لارې د لومړي لاټ (د کلفت بندر سړک) رغنیزې چارې روانې دي

د بلخ شبرغان لارې لومړی لاټ (د کلفت بندر سړک)، ۲۵ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د څه باندې ۷۵۲ میلیونه افغانیو په ارزښت، د ټولګټو وزارت او د سړک جوړونې له یو خصوصي شرکت سره د ډیزاین بیل. . .

BACK TO NEWS