د سالنګونو لویې لارې دنن ورځې وضعیت
![د سالنګونو لویې لارې دنن ورځې وضعیت](/sites/default/files/2023-04/whatsapp_image_2023-04-01_at_10.52.01_am.jpeg)
نن ورځ په سالنګونو کې هوا نیمه وریېځ، یاده لویه لار د ترافیکو پر مخ پرانیستې ده. دامهال مسافر وړونکي موټر له دواړو لورو او بار وړونکي موټر له شمال څخه جنوب لوري ته حرکت کوي او د ورځې په جریان کې به له جنوب څخه شمال لوري ته هم د تګ اجازه ور کړل شي. د یادونې وړ ده، چې د ټولګټو وزارت د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست پرسونل؛ د یادې لویې لارې د ځینو ویجاړو برخو په ترمیم، داغګیري او پاک کاري بوخت دي.