د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د اروزګان ولایت له حفظ او مراقبتي پروژو څخه لیدنه وکړه
د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، د یو تخنیکي پلاوي په ملتیا جنوب غربي ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې اروزګان ولایت ولاړ او هلته یې د ټولګټو وزارت اړوند حفظ او مراقبتي پروژو څخه لیدنه وکړه او روانې چارې یې وارزولې.
دغه راز، د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د اروزګان ولایت د ټولګټو ریاست له مسئولینو او کارکوونکو سره د لېدني تر څنګ؛ د کمپنۍ کمپ له شته وسایطو او تجهیزاتو څخه هم لیدنه وکړه او اړوندو مسئولینو ته یې لارښوونه وکړه، چې غیر فعاله ماشینرۍ ترمیم او فعاله کړي.
همدارنګه د وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې محترم معین، د کندهار - اروزګان لویې لارې له رغنیزو چارو او کابل ۔ کندهار لویې لارې اړوند د شهرصفا ۔ مانجه برخې له ترمیماتي چارو څخه هم لیدنه وکړه او اړوند مسئولینو ته یې د کار غوره کیفیت او چټکتیا په موخه لازمې لارښوونې وکړې.