د غور په لعل سرجنګل ولسوالۍ کې د سړک رغونې چارې ۲۸ سلنه کاري پرمختګ لري

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۲ - ۱۳:۵
د غور په لعل سرجنګل ولسوالۍ کې د سړک رغونې چارې ۲۸ سلنه کاري پرمختګ لري

دا جغلي سړک چې ۱۰ کیلومتره اوږدوالی لري، د غور ولایت د لعل سرجنګل ولسوالۍ له سرتکه غال سیمې څخه پيل او د دې ولسوالۍ تر پل دهن تکه سیمې پورې غځیدلی، چې اوس مهال یې رغنیز کار له ۲۸ سلنه کاري پرمختګ سره دوام لري

د یاد سړک رغنیز کار د څه باندې ۲۷ میلیونه افغانیو په ارزښت، په دوو برخو کې له دوو سیمه ییزو شورا ګانو سره تړون شوی، چې مالي لګښت یې د هیواد له ملي بوديجې څخه ورکول کېږي

د دې سړک د رغنیز کار له بشپړیدو سره به د غور ولایت د لعل سرجنګل ولسوالۍ د سرتکه غال او پُل دهن تکه سیمې د لعل سرجنګل ولسوالۍ مرکز ته تر پخوا لنډې شي او سړک ته به د اړوند کليو ترانسپورټي ستونزې ورسره هواري شي

.همدارنګه به د دې سړک د رغنیز کار پرمهال، د لعل سرجنګل ولسوالۍ اوسېدونکو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول ۱۵۰۰ کاري ورځې رامنځته شي

 

...

4 میاشتې ۱ اونی ago

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۵ - ۱۱:۳۳
Background image

په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۷۰۶۲۶) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د جدي له ۵مې څخه د جدي تر ۱۱مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۷۰۶۲۶) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۱۱۳۳۵۱). . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۱۱:۲۸
Background image

په کندز ولایت کې د دوو پایو پلونو د ترمیم او بیارغونې چارې د څه باندې ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د کندز ولایت د خان‌آباد ولسوالۍ اړوند بنګي سیند پر سر د چغه پل او همداراز د آقتاش ولسوالۍ اړوند آقتاش پل د ترمیم او بیارغونې چارې د یاد ولایت د ټولګټو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۱۰:۲۶
Background image

په خوست ولایت کې د دوو پایو پلګوتو د ترمیم او بیا رغونې چارې پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت لخوا د خوست ولایت د موسی خېلو او قلندر ولسوالیو د سړک په اوږدو کې د دوو پایو پلګوتو د ترمیم او بیارغونې چارې د یاد ولایت د ټولګټو رئیس محترم الحاج ملا محب الله. . .

BACK TO NEWS