د قرار داد بیا ځلې د ورکړې خبرتیا- د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ترانسپورتي زیربنا انستیتیوت ریاست اړوند اړتیا وړ ۲۱ قلمه الکترونیکي تجهیزاتو د برابرولو او تدارک د پروژې د قرار داد د ورکړې خبرتیا

Publish Date
Closing Date
ټولګټو وزارت ټولو په شرايطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ترانسپورتي زیربنا انستیتیوت ریاست اړوند اړتیا وړ ۲۱ قلمه الکترونیکي تجهیزاتو د برابرولو او تدارک پروژې بیا ځلې دواطلبۍ پروسه ګډون وکړي، چې MOPW MOPW/1404/G-40/RBD-NCB تشخصیه نمبر لرونکی دی؛ ګدون وکړي او د شرطپاڼې د شرايطو سره سم خپل سر تړلي آفرونه د یاد اعلان ترخپرېدلو وروسته اړوند مرجع ته وسپاري.
د شرطپاڼې د ترلاسه کولو پته: ګډونوال کولای شي، شرطپاڼه د ټولګټو وزارت د تدارکاتو د رياست د اجناسو له آمريت څخه، چې په صدارت څلورلارې کې د پخواني کورنيو چارو وزارت په سړک کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ته څېرمه موقعيت لري ترلاسه کړي.
د آفرونو د تسليمۍ وروستۍ نېټه: (۱۴۰۴/۶/۲۵) - (۱۰:۰۰) بجې له غرمې مخکې؛ ناوخته رسېدلي او انټرنيټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین: د بانک ګرنټي په ډول( ۱۳،۳۱۳) افغانۍ دي.
د آفر پرانيستلو نېټه (۱۴۰۴/۶/۲۵) - (۱۰:۰۰) بجې له غرمې مخکې.
يادونه: که چيرې د روان کال (۱۴۰۴/۶/۲۵) نېټه د حکومت لخوا په ناڅاپي ډول رخصتي اعلان شي؛ د داوطلبۍ ناسته د یادې نېټې به بله کاري ورځ کې ترسره کېږي.