د قرار داد د ورکړې خبرتیا- د دولت آباد د پل میمنې – جوزجان د عمومي لارې د سړک پروژه چې (۷۰+۵۰۰) کیلومتره اوږدوالی لري د پروژې د قرار داد د ورکړې خبرتیا

Publish Date
Closing Date
ټولګټو وزارت ټولو په شرايطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د دولت آباد د پل او میمنې – جوزجان د عمومي لارې د سړک پروژه چې (۷۰+۵۰۰) کیلومتره اوږدوالی لري، د داوطلبی په پروسه کې ګدون وکړي او د شرطپاڼې او تخنیکي اسنادو کاپي د دې وزارت د ساختماني چارو د تدارکاتو آمریت څخه ترلاسه کړي. د شرطپاڼې شرايطو او تدارکاتو قانو او کړنلارې سره سم خپل سر تړلي آفرونه د یاد اعلان ترخپرېدلو وروسته اړوند مرجع ته وسپاري.
د شرطپاڼې د ترلاسه کولو پته: ګډونوال کولای شي، شرطپاڼه د ټولګټو وزارت د تدارکاتو د رياست د اجناسو له آمريت څخه، چې په صدارت څلورلارې کې د پخواني کورنيو چارو وزارت په سړک کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ته څېرمه موقعيت لري ترلاسه کړي.
د آفرونو د تسليمۍ وروستۍ نېټه: (۱۴۰۴/۶/۲) - (۱۰:۰۰) بجې له غرمې مخکې؛ ناوخته رسېدلي او انټرنيټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین: د بانک ګرنټي په ډول(200،000)افغانۍ دي.
د آفر پرانيستلو نېټه(۱۴۰۴/۶/۲) - ۱۰:۰۰ بجې له غرمې مخکې.
يادونه: که چيرې د روان کال (۱۴۰۴/۶/۲) نېټه د حکومت لخوا په ناڅاپي ډول رخصتي اعلان شي؛ د داوطلبۍ ناسته د یادې نېټې به بله کاري ورځ کې ترسره کېږي.