د قرار داد د ورکړې خبرتیا- د زابل ولایت د پلسنګي نوي جوړ شوي ترازو د سړک د کانکریټ اچونې او نښلولو پروژه
Publish Date
Closing Date
د ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته خبر ورکوي؛ ترڅو د زابل ولایت د پلسنګي نوي جوړ شوي ترازو د سړک د کانکریټ اچونې او نښلولو پروژې قرارداد، چې د MOPW/1405/W-011/NCB)) تشخصیه شمېرې لرونکی ده، د تدارکاتو د قانون او نافذه اصولو له مخې، د سید ولي صادقي ساختماني او سړک جوړونې شرکت ته، چې د جواز شمېره یې (۳۶۵۵۹) او پته یې د زابل ولایت، د قلات ښار، سینک ۱۴ دفتر ده، د (۸,۴۵۰,۰۲۰.۹۶)افغانیو په ټولیز قراردادي قیمت ورکړي.
هغه حقیقي او حقوقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو (۵) تقویمي ورځو پورې خپل لیکلی اعتراض، له اړوندو دلایلو سره یوځای، د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د ملالۍ واټ، د کورنیو چارو پخواني وزارت پر سړک، د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې ترڅنګ موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د قرارداد د لاسلیک په معنا نه ده، او تر هغه چې پورته یاد شوی شرط بشپړ نه شي او ورپسې ټول قانوني اجراآت پای ته ونه رسېږي، قرارداد به نه لاسلیک کېږي.
