د قرار داد د ورکړې خبرتیا- د عوایدو ریاست اړوند د شمالي او جنوبي سالنګ د ټولپلازاوو لپاره د ۱۴۰۴ مالي کال  په ترڅ کې د (۳۸) قلمه ترمیماتي توکو تهيه او بشپړولود پروژې د قرار داد د ورکړې خبرتیا

kalim_admin
1404/7/2

Publish Date

Closing Date

ټولګټو وزارت ټولو په شرايطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو (د عوایدو ریاست اړوند د شمالي او جنوبي سالنګ د ټولپلازاوو لپاره د ۱۴۰۴ مالي کال  په ترڅ کې د (۳۸) قلمه ترمیماتي توکو تهيه او بشپړولو پروژه )  چې  MOPW/1404/G-58/NCB     تشخصیه نمبر لرونکی دی؛ ګدون وکړي او د شرطپاڼې د شرايطو سره سم خپل سر تړلي آفرونه د یاد اعلان ترخپرېدلو وروسته اړوند مرجع ته وسپاري.

د شرطپاڼې د لاسته راوړلو پته: ګډونوال کولای شي، شرطپاڼه د ټولګټو وزارت د تدارکاتو د رياست د اجناسو له آمريت څخه، چې په صدارت څلور‌لارې کې د پخواني کورنيو چارو وزارت په سړک کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ته څېرمه موقعيت لري؛ په فلش ميموري کې ترلاسه کړي.

د آفرونو د تسليمۍ وروستۍ نېټه: (1404/7/2)- ( 10:00 )  بجې له غرمې مخکې؛ ناوخته رسېدلي او انټرنيټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر تضمین: د بانک ګرنټي په ډول (150,712) افغانۍ دي.

د آفر پرانيستلو نېټه : (1404/7/2) - ( 10:00 )  بجې له غرمې مخکې.

د آفر پرانستولو ځای: ټولګټو وزارت.

يادونه: که چيرې د روان کال (1404/7/2) نېټه د حکومت لخوا په ناڅاپي ډول رخصتي اعلان شي؛ د داوطلبۍ ناسته د یادې نېټې به بله کاري ورڅ کې ترسره کېږي.

...

11 میاشتې 2 اونی ago

...

More tenders

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۴:۴
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د لغمان ولایت د قرغه ‌یي ولسوالۍ د مرکز څخه تر درونټې پورې د سړک د ترمیم پروژه

په همدې وسیله د تدارکاتو اصولو له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د لغمان ولایت د قرغه ‌یي ولسوالۍ د مرکز څخه تر درونټې پورې د سړک د ترمیم  پروژې . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۴۰
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د خاش ولسوالۍ پر لار له باغ مبارک څخه تر جرم پورې د سړک استنادي دېوالونو او پلګوټو د ترمیم پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د خاش ولسوالۍ  پر لار له باغ مبارک څخه تر جرم پورې د سړک، استنادي دېوالونو او پلګوټو د ترمیم پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۳۴
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د بادغیس – هرات پر لویه لار د بادغیس ولایت د قلعه ‌نو څخه تر لامان بازار پورې د سړک د ګبیوني استنادي دېوالونو او ویجاړ شوي سړک‌ د فرش ترمیم او بیارغونې پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د بادغیس – هرات پر لویه لار د بادغیس ولایت د قلعه ‌نو څخه تر لامان بازار پورې د سړک د ګبیوني، استنادي دېوالونو او ویجاړ . . .

Back to tenders