د قرار داد د ورکړې د غځولو خبرتیا- د پنجشېر - تخار نښلوونکي ۲۵ کیلومتره سړک دیزاین بلت د پروژې د قرار داد د ورکړې خبرتیا

Publish Date
Closing Date
ټولګټو وزارت ټولو په شرايطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د پنجشیر – تخارد نښلوونکي (۲۵) کیلومتره سړک ډیزاین بلت داوطلبی په پروسه کې ګدون وکړي، او د شرطپاڼې کاپي، د في واحد بل احجام او د پروژې اړوند لایحه وظایف (TOR) د دې وزارت د ساختماني چارو د تدارکاتو آمریت څخه ترلاسه کړي. د شرطپاڼې شرايطو او تدارکاتو قانون او کړنلارې سره سم خپل سر تړلي آفرونه د یاد اعلان ترخپرېدلو وروسته اړوند مرجع ته وسپاري.
د شرطپاڼې د ترلاسه کولو پته: ګډونوال کولای شي، شرطپاڼه د ټولګټو وزارت د تدارکاتو د رياست د اجناسو له آمريت څخه، چې په صدارت څلورلارې کې د پخواني کورنيو چارو وزارت په سړک کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ته څېرمه موقعيت لري ترلاسه کړي.
د آفرونو د تسليمۍ وروستۍ نېټه: (۱۴۰۴/۶/۱۱) - (۱۰:۰۰) بجې له غرمې مخکې؛ ناوخته رسېدلي او انټرنيټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین: د بانک ګرنټي په ډول (9,100,000 ) افغانۍ دي.
د آفر پرانيستلو نېټه (۱۴۰۴/۶/۱۱) - ۱۰:۰۰ بجې له غرمې مخکې.
يادونه: که چيرې د روان کال (۱۴۰۴/۶/۱۱) نېټه د حکومت لخوا په ناڅاپي ډول رخصتي اعلان شي؛ د داوطلبۍ ناسته د یادې نېټې به بله کاري ورځ کې ترسره کېږي