د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې یوه سل متره پُل ګټې اخیستني ته چمتو دی

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۶ - ۱۰:۵۲
د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې یوه سل متره پُل ګټې اخیستني ته چمتو دی

دا اوسپنیز ګاډري پُل چې ۱۰۰ متره اوږدوالی لري، د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په سرمه کلي کې جوړ او اوس مهال ګټې اخیستنې ته چمتو دی.

د یاد پُل رغنیز کار د څه باندې ۴۲ میلیون افغانیو په ارزښت د یوه خصوصي ودانیز شرکت له لوري ترسره شوی، چې مالي لګښت یې د هیواد له ملي بودیجې څخه ورکړل شوی.

د یاد پل په رغیدو د خوږیاڼو ولسوالۍ د سرمه کلي په ګډون د ګڼو نور اړوند کلیو د اوسېدونکو د تګ ـ راتګ ستونزې هوارې شوې او همدارنګه د دې پروژې د رغنیز کار په جریان کې د سیمې ګڼو اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.


د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

...

10 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۴۸
Background image

د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په پروان ولایت کې د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ  ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د څه باندې ۶۴۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۸:۱۸
Background image

د غزني–ښرنې سړک د ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا په اړه د ټولګټو وزارت ټینګار

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، د غزني–ښرنې سړک ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا او د کیفیت د ارزونې په موخه، د فردوس هېواد او راشد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۸:۴۰
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر محترم خواجه عوضوف سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او دواړو لورو د ګډو اقتصادي، سوداګریزو. . .

BACK TO NEWS