د ټولګټو محترم وزیر په بغلان ولایت کې د دهنهغوري سړک د جوړولو له پروژې څخه لیدنه وکړه
د ا.ا.ا د ټولګټو محترم وزیر، الحاج ملا محمد عیسی ثاني، شمالي ولایتونو ته د خپل سفر په لړ کې، چې تخنیکي ټیم یې هم ملتیا کوله د بغلان ولایت په دهنهغوري ولسوالۍ کې د ۱۷.۶ کیلومتره سړک د رغنیزو چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه.
یاد سړک، چې د دهنهغوري ولسوالۍ له مرکز سره نښلوي په اوږدو کې یې د ۵۱ پایو پلګوټو، ۱۶۰۵ مترو استنادي دېوالونو او د سړک د غاړې د ۱۷۹۰ مترو ویالو جوړول هم شامل دي، چې تر اوسه د استنادي دېوالونو او ۴۵ پایو پلګوټو د جوړولو چارې بشپړې شوې دي. همدارنګه، د شاوخوا ۹ کیلومتره سړک د پرکارۍ چارې هم ترسره شوې دي.
د یادې پروژې چارې دا مهال له ۳۵ سلنه فزیکي پرمختګ سره روانې دي.
د ټولګټو محترم وزیر د دې پروژې د مراقبت کوونکو او تطبیق کوونکو ټیمونو او همدارنګه د قراردادي شرکت مسئولینو ته لارښوونه وکړه، چې د پروژې په پلي کولو کې له باکیفیته موادو څخه کار واخلي او د سړک چارې د تخنیکي مشخصاتو او ټاکلې مودې سره سمې بشپړې کړي.
دیادونې وړ ده چې په ياد ولايت کې د نهرین - خوست د ۱۲ کیلومتره سړک چارې هم په چټکۍ سره جریان لري.
