د ټولګټو وزارت درې تنو مرستیالانو د ولسمشر له حکم سره سم پر کار پیل وکړ
![د ټولګټو وزارت درې تنو مرستیالانو د ولسمشر له حکم سره سم پر کار پیل وکړ](/sites/default/files/2020-12/pashto-pic-1_10.jpg)
د ټولګټو وزارت درې تنو مرستیالانو د ولسمشر له حکم سره سم پر کار پیل وکړ
۱۳۹۹ د مرغومي ۲مه
د ټولګټو وزارت لپاره درې تنه مرستیالان هر یو انجینر عبدالقیوم ځاځی د تخنیکي مرستیال په توګه، انجینر پاینده محمد انوري د سړکونو د ساتنې او څارنې د مرستیال په توګه او محمد حامد محبي د مالي او اداري مرستیال په توګه د یو لړ مراسمو پر مهال د دې وزارت کارکوونکو ته ور وپېژندل شول.
د ټولګټو وزیر محترم انجینر نجیب الله یمین د دې مراسمو پر مهال یادو مرستیالانو ته د مبارکۍ تر څنګ وویل چې د هېواد د آبادۍ د لوی فکر ملګري یې و اوسي او د کیفیت او ظرفییت په لوړولو کې ورسره مرسته وکړي.
ښاغلي نجیب الله یمین په دغه وزارت کې د ضعف پر نقطو د تمرکز تر څنګ وویل چې د افغانستان سړکونه باید له دې وروسته په هغه معیارونو جوړ شي چې د سیمې له ټرانسپورټي لارو سره سم سیال وي.
ښاغلي وزیر همدا شان زیاته کړه چې د دې وزارت تشکیل نږدې درې لسیزې وړاندې جوړ شوی دی چې اوس به د عصر له معیارونو سره سم جوړ او لوړ ظرفیتونه به پکې ځای پر ځای شي.
هغه د کار اهل ته سپارلو پر موضوع هم ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې دا مهال د ټولګټو وزارت په تشکیل کې له شپېتو تر ۷۰ سلنه داسې کسان ځای پر ځای شوي چې یا یې زده کړې تر دولسم او څوارلسم ټولګي دي او یا هم د تخصص پر خلاف بستونو کې کار کوي.
د ټولګټو محترم وزیر زیاته کړه چې غواړي دا وزارت تخنیکي او معیاري کړي نو له همدې کبله به ډېر کسان تبدیل او له دندو ګوښه کړل شي تر څو د وطن د آبادۍ لویو موخو ته ورسی.
ټولګټو وزارت په پلان کې لري چې په لمړي پړاو کې پر ملي لارو په دویم کې پر ولایتي او په دریم قدم کې د ولسوالیو پر لارو تمرکز وکړي او ډېر تمرکز به د هغو سیمو پر سړکونو وشي چې وړاندې له پامه لوېدلي وو