د ټولګټو وزارت لخوا د سالنګونو لویې لارې اړوند د روان کال پلان شوی کار بشپړ شو

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۵ - ۱۳:۳۰
د ټولګټو وزارت لخوا د سالنګونو لویې لارې اړوند د روان کال پلان شوی کار بشپړ شو

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سالنګونو لویې لارې د اساسي بیارغونې کار سږ کال پیل کړی و، چې دا مهال د ۱۰مې،  ۱۱مې، ۱۲مې، ۱۵مې، ۱۷مې، ۱۸مې، ۱۹مې،۲۰مې او ۲۱مې ګالریو او دغه راز له تونل څخه تر ۱۶مې ګالرۍ، له ۱۶مې ګالرۍ څخه تر ۱۷مې ګالرۍ او له ۱۷مې ګالرۍ څخه تر ۱۸ مې ګالرۍ پورې د نښلوونکو برخو (فاصلو)، د فلترلیر، سي ټي بي CTB، سیخ بندي او کانکریټ اچونې کار د بشپړیدو تر څنګ د ۸۰۰ متره سنگ فرش ویالو کار هم بشپړ شوی دی.

د یادې لویې لارې د کانکریټي برخو کار په دریو طبقو کې ترسره شوی دی، چې د لومړۍ (فلتر لیر) طبقې ضخامت ۴۲ سانتي متره، د سي ټي بي (CTB) طبقې ضخامت ۱۵ سانتي متره او د وروستۍ (سیخ لرونکي) کانکریټ طبقې ضخامت یې ۲۸.۵ سانتي متره دی، چې ټولټال ضخامت یې تر ۸۵.۵ سانتي مترو پورې رسیږي.

د ویلو ده؛ چې په اچول شوي کانکریټ باید ۲۰ ورځې نورې تېرې شي، تر څو د وسایطو د تګ راتګ لپاره چمتو شي؛ نو په همدې اساس به یاده لویه لار (د ۱۴۴۶هـ ق کال د جمادی الاخر په ۲۲مه، چې د ۱۴۰۳ه ش کال د جدی (مرغومي) له ۴مې نېټې سره برابره ده) د وسایطو د تګ راتګ لپاره پرانیستل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټولګټو وزارت تیر کال د تونل او ۱۶مې ګالرۍ کار بشپړ کړی و.
 

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۲:۱۸
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د ایران هېواد د سړکونو او ښارجوړنې وزارت د پلان جوړونې او سرچینو مدیریت له مرستیال سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د ایران اسلامي جمهوریت د سړکونو او ښار جوړونې وزارت د پلان جوړونې او سرچینو مدیریت مرستیال، محترم سید عبدالله ارجایي سره په خپل کاري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۴
Background image

د کابل – غزني دویم لین سړک د څلورم لاټ د ۲۲.۳ کیلومتره برخې د اسفالت د دویمې طبقې چارې پیل شوې

د کابل – غزني دویم لین سړک د څلورم لاټ ۲۲.۳ کیلومتره برخې د اساسي رغونې چارې د ټولګټو وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ قرارداد شوې وې، چې د یادې برخې د اسفالت د لومړۍ طبقې چارې تر ٨.٣. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۱۸
Background image

د دایکندي ولایت د شهرستان ولسوالۍ پر سړک د ګارډرېلونو د نصب پروژه چارې پیل شوې

د دایکندي ولایت د شهرستان ولسوالۍ پر سړک، له کُهنه‌ده نیلي سیمې څخه تر بند برلان بازار پورې د سړک په اوږدو کې د ګارډرېلونو (کټارو) د نصب پروژه، چې ۹۶۰ متره اوږدوالی لري او د ۵ میلیونه. . .

BACK TO NEWS