د ټولګټو وزارت لخوا د سمنګان ولایت په خرم او سارباغ ولسوالۍ کې دملاعلي پُل د بیارغونې چارې پیل شوې

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۲ - ۱۳:۴۹
د ټواګټو وزارت لخوا د سمنګان ولایت په خرم او سارباغ ولسوالۍ کې دملاعلي  پُل د بیارغونې چارې پیل شوې

د ټولګټو وزارت لخوا د سمنګان ولایت اړوند د خرم او سارباغ ولسوالۍ کې د ملاعلي پُل چې څه موده وړاندې د سیلابونو له امله ویجاړ شوی و، دا مهال یې د بیا رغونې چارې د سمنګان ولایت د ټولګټو ریاست محترم رئیس او یو شمیر سیمه ییزو مسؤلانو په شتون کې پیل شوې.
دغه پل چې ۳۶ متره اوږد والی او ۶.۲ متره پلنوالی لرې چې د بیا رغونې چارې یې د شاوخوا ۲۹ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصی سکتورسره قرارداد شوې دي.

یاد پل د ورستیو ورښتونو او سیلابونو له امله ویجاړ شوی و، چې په بیا رغونې سره به یې د خلکو شته ستونزې ترډیره حده کمې شي.

د سیمې خلک د یادې پروژېې پرتطبیق خوښي څرکندوي او وایې:  د ا.ا.ا په راتګ سره د دغې ولسوالۍ د اوسیدونکو ستونزې د پخوا په پرتله ډیرې کمې شوي دي او د دا ډول نورو پروژو د تطبیق غوښتنه هم کوي.

ټولګټو وزارت تل هڅه کوي چې د لویو لارو، سړکونو او اوسپنې پټلۍ په رغونه او بیارغونې سره درنو هېواد والو ته بشپړې آسانتیاوې رامنځ ته کړي.
 

...

۱ کال 6 میاشتې ago

...

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۸ - ۹:۱۳
Background image

د کابل – هرات لویې لارې اړوند د ۱۴ محرابه مسجدونو ودانیزې چارې د څه باندې ۴۶۷.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت له بېلابېلو فزیکي پرمختګونو سره جریان لري

د عالیقدر امیر المؤمنین شيخ القران والحدیث مولوي هبة الله آخوندزاده حفظه الله د حکم په اساس، ټولګټو وزارت د کابل - هرات لویې لارې اړوند د ۱۴ محرابه مسجدونو ودانیزې چارې چې له ډلې يې ۶ م. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۵ - ۱۳:۳۰
Background image

د ټولګټو وزارت لخوا د سالنګونو لویې لارې اړوند د روان کال پلان شوی کار بشپړ شو

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سالنګونو لویې لارې د اساسي بیارغونې کار سږ کال پیل کړی و، چې دا مهال د ۱۰مې،  ۱۱مې، ۱۲مې، ۱۵مې، ۱۷مې، ۱۸مې، ۱۹مې،۲۰مې او ۲۱مې ګالریو او دغه راز له تونل څخه تر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۵ - ۹:۱۹
Background image

د سالنګونو لویې لارې اصلي مسیر به په راتلونکو ۲۰ ورځو کې د ترافیکو پرمخ پرانیستل شي

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سالنګونو لویې لارې د اساسي بیارغونې کار سږ کال د پلان مطابق پیل کړی و، چې دا مهال يې د زيات شمېر ګالریو د بیارغونې او د ګالریو ترمنخ د نښلوونکو فاصلو د کانکريټ. . .

BACK TO NEWS