د ټولګټو وزارت محترم وزیر د تورغونډۍ بندر د اوسپنې پټلۍ تمځای له پراختیا او نویو جوړېدونکو تأسیساتو له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

kalim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۹:۲۲
وزیر محترم فواید عامه از جریان کار توسعه و تأسیسات جدید ایستگاه خط آهن بندر تورغندی دیدار نمود

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د یاد وزارت د تخنیکي پلاوي په ملتیا، هرات ولایت ته د خپل کاري سفر پر مهال د تورغونډۍ بندر د اوسپنې پټلۍ تمځای له پراختیا او نویو جوړېدونکو تأسیساتو له کاري بهیر څخه لیدنه او ارزونه وکړه.

نوموړي د یاد سفر په ترڅ کې د ترکمنستاني لوري د « دیمیریول ګورلوشیک» دولتي شرکت له رئیس، محترم سردار قربانوف، سره چې د یادې پروژې چارې پر مخ وړي هم وکتل او په دغه لیدنه کې د یادې پروژې د پرمختګونو، شته ستونزو د حل او تخنیکي مشخصاتو په اړه خبرې وشوې. د ټولګټو وزارت محترم وزیر ټینګار وکړ چې یاده پروژه دې د لاسلیک شوي تفاهم‌لیک له مخې بشپړه شي.

په دې لیدنه کې د « دیمیریول ګورلوشیک» شرکت رئیس هم ډاډ ورکړ چې د یادې پروژې چارې به په ټاکلي وخت، د غوره کیفیت او تخنیکي مشخصاتو مطابق بشپړې کړي.

تورغونډۍ بندر په هرات ولايت کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ پر پوله موقعیت لري او د منځنۍ آسیا او افغانستان ترمنځ د تجارتي توکو د لېږد-رالېږد يو له مهمو ترانزیټي مسيرونو څخه ګڼل کېږي.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۲۶
Background image

په پروان ولایت کې د ساتنې او څارنې درېیو پروژو چارې د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په پروان ولایت کې د ساتنې او څارنې درېیو پروژو چارې، د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت، د پروان ولایت د والي محترم الحاج شیخ مولوي عزیزالرحمن منصور، د دغه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۳:۳۶
Background image

د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د دوو محرابه مسجدونو رغنیزې چارې په مجموعي ډول د څه باندې ۶۲ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د میدان وردګو ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې یو محراب مسجد رغنیزې چارې د ۳۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت او د زابل ولایت اړوند د کلات مسجد رغنیزې چارې د ۳۰.۲. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۳:۳۲
Background image

د کندهار – هلمند د دویم لین سړک د دویمې او درېیمې برخې د جوړولو چارې د ۵۲ کیلومتره اوږدوالي سره جریان لري

د کندهار – هلمند (باغ پل – ګرشک) د دویم لین سړک د دویم او درېیم لاټونو د اساسي رغونې چارې ۵۲ کیلومتره اوږد والي سره  د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې دي او. . .

BACK TO NEWS