د ټولګټو وزارت محترم وزیر د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

kalim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۵:۹
د ټولګټو وزارت محترم وزیر د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک اړوند د کابل ولايت له لوري د پخواني کانکریټي سړک په دوام  د ۳۲ کيلومتره برخې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه.

د کابل – جلال آباد لویه لار د هېواد یوه مهمه او ستراتیژیکه لویه لار ده، چې د لوړو او ژورو سیمو څخه تېریږي، ټولګټو وزارت یې د دویم لین سړک درغونې کار پیل کړی، چې د سړک د یو شمېر برخو  د کټنګ چارې تر ۱۰- ۲۰ – ۳۰ او ۴۰ مترو پورې، د یو شمېر برخو د پرکارۍ چارې بشپړې شوې دي او جریان لري، د دغه سړک په اوږدو کې د یو شمېر استنادي دیوالونو، پلونو او پلګټو د رغونې کارهم شامل دی او دامهال یې رغنیزې چارې په چټکۍ سره جریان لري.

د دغې لیدنې په لړ کې د ټولګټو وزارت محترم وزیر د یاد سړک د قراردادي شرکت مسئولینو او تطبیق کوونکو ټیمونو ته لارښوونه وکړه، چې د اړوند کاري پرسونل شمېر دې زیات کړي، د ۵۰ عرادې فعالې ماشینرۍ ترڅنګ دې یو شمیر نوره ماشینري هم د کار په ساحه کې زیاته کړي او که هوا مساعده وي د ژمې په جریان کې دې هم د کټنګ او پرکارۍ چارې ترسره کړي.

دا مهال د کابل – جلال آباد د دویم لین سړک رغنیزې چارې  د ۳۲ او ۲۲ کیلومترو په اوږد والي سره په دوه برخو کې عملاً جریان لري.

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت هڅه کوي، چې د یادې ستراتیژیکې او تاریخي پروژې چارې په ټاکلي وخت او د سړک جوړونې د نړیوالو ستندردونو سره سمې بشپړې کړي.

د یادونې وړده، چې د ټولګټو وزارت د یادې پروژې له کاري بهیر څخه په دوامداره توګه نظارت او لیدنې تر سره کوي، ترڅو د یادې لویې لارې رغنیزې چارې په غوره کیفیت سره ترسره شي.

د دغې پروژې په بشپړېدو سره به نه یوازې د درنو هېوادوالو د تګ راتګ ستونزې هوارې شي، بلکې کروندګرو او سوداګرو ته به هم د سوداګریزو او کرنیزو توکو د لېږد رالیږد په برخه کې بشپړې اسانتیاوې رامنځ ته شي.

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۲:۳۶
Background image

د ګردیز - خوست عمومي مسیر د ١٧ کیلومتره سړک د ترمیم او بیارغونې چارې پیل شوې

د ګردیز - خوست عمومي مسیر د ١٧ کیلومتره سړک د ترمیم او بیا رغونې چارې چې  د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ د ١٢٢ میلیونه او ٣٩٨ زره افغانیو په ارزښت قرارداد شوې وې تېره ورځ د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۰
Background image

د اوسپنې پټلۍ معینیت د ټولګټو وزارت څخه د مستقلې ادارې په توګه جلا او نوی رییس ورته معرفي شو

د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ د اوسپنې پټلۍ معینیت د ټولګټو وزارت څخه د مستقلې ادارې په توګه جلا او د همدې حکم په اساس محترم الحاج مولوي عبد الکریم فاتح چې مخکې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۸:۴۱
Background image

د سالنګونو لویې لارې د بیارغونې چارې په چټکۍ سره جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د هېواد شمالي ولایتونو ته د خپل کاري سفر په دوام، په داسې حال کې چې یو تخنیکي ټیم یې هم ملتیا کوله، د شمالي سالنګ او جنوبي سالنګ. . .

BACK TO NEWS