د ټولګټو چارو وزارت د سرپرست او نوماند وزیر د وينا او راتلونکي پرګرامونو بشپړ متن

mopw_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۹ - ۲۰:۲۴
minister

د ټولګټو چارو وزارت د سرپرست او نوماند وزیر د وينا او راتلونکي پرګرامونو بشپړ متن

نحمده و نصلی علی رسوله الکریم.

سُبْحانَکَ لا عِلْمَ لَنا إِلاَّ ما عَلَّمْتَنا إِنَّکَ أَنْتَ الْعَليمُ الْحَکيم.

رَبِّ اشْرَحْ لِي صَدْرِي وَيَسِّرْ لِي أَمْرِي وَاحْلُلْ عُقْدَةً مِنْ لِسَانِي يَفْقَهُوا قَوْلِي.

هُوَ أَنشَأَكُم مِّنَ الْأَرْضِ وَ اسْتَعْمَرَكُمْ فِيهَا.

د ولسي جرګې جلالتمآب رئيس، د اداري هيئت غړو او د افغانستان د سرلوړي ملت منتخبو استازو:

السلام علیکم ورحمت الله و برکاته!

لومړی غواړم، د جلالتمآب جمهور رئیس له باوره د زړه له کومي مننه وکړم چې د ټولګټو چارو وزارت د نوماند وزیر په توګه یې و نومولم او همدارنګه اړينه بولم چې له دغه فرصته په ګټه اخیستلو تاسو د ملت درنو استازو مننه وکړم چې ماته مو وخت راکړ چې د وزارت د اوسني وضعیت د ښه والي او د دې لپاره چې د ټولګټو چارو وزارت په ځان بسيا وزارت بدل شي، د راتلونکو کلونو لپاره خپل پروګرامونه ستاسو درانه حضور ته وړاندې کړم چې د پلي کېدو په صورت که به يې دا وزارت د هېواد د اقتصادي، ټولنيزو، سیاسي او امنیت ودې او پراختيا په برخه کې خپل اغېزمنتوب ولري. همدې موخې ته د رسېدو په پار د ټولګټو چارو وزارت لپاره مې یو لړ اوږدمهاله او لنډ مهاله پروګرامونه جوړ کړل، څو په راتلونکو کلونو کې پلي شي. او په لاندې ډول خلاصه کیږي:

۱. د ترانسپورتي بنسټونو پلان جوړونه او پلي کول یې

د هېواد جغرافیایي موقعیت ته په پام، هېواد کې د اقتصادي ودې پیاوړتیا، سیمې او نړۍ سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا فرصتونو برابرول، د هېواد د مختلفو ولایتونو په ځانګړي ډول له سرک محرومو ولایتونو او سیمې سره نښلول او په سیمه کې هېواد په یو رښتيني ترانسپورتي او ترانزیتي څلورلاري بدلیدلو په موخه د ټولګټو چارو وزارت د ترانسپورتي بنسټونو د پرمختګ او پراختیا پلانونه په دوه برخو (ملي او سیمه يیز) ویشلي چې په لاندې توګه خلاصه ګیږي:

الف: په ملي کچه پلان جوړونه او عملي کول یې:

۱. په ملي کچه د کورني او سیمه يیز نښلولو لپاره د ماسترپلان ترتیب (تجدید او پراختيا) ترڅو د سیمه يیز اتصال لپاره خورا ښه فرصت برابر شي.

۲. په هغو ولایتونو کې چې تر اوسه له لویو سړکونو بې برخې دي، د سړکونو پراختيا او د هېواد له حلقوي سړکونو سره یې وصلول.

۳. د هغو ملي سړکونو وضعیت ښه کول چې مهم او زیات نفوس لرونکي ولایتونه یوله بل او مرکز سره نښلوي.

۴. د سړکونو د شبکې پراختیا او له دې لارې په هېواد کې د موجودو کانونو، کرنيزو مرکزونو، ځمکنيو بندرونو او نورو عایداتی مرکزنو نښلول.

۵. د ترانسپورت، تجارت او مالیې وزارتونو سره د هېواد د بندرونو د ابادولو او عصري کولو په برخه کې همغږي، د څو موډله ترانزیتي بندرونو جوړول او د مختلفو ملي او نړیوالو سرچينو له لارې د بلاعوضه مالي او تخنیکی امکاناتو برابرول.

۶. د هېواد د لویو لارو په اوږدو کې د دمه ځایونو جوړول، د بار وړونکو وسایطو د وزن او ابعادو د څار مرکزونو او نورو اړوندو منل شويو سيمه ييزو اسانتیاوو برابرول.

۷. د هېواد د ملي او ستراتژیکو سړکونو بیا رغونه چې په تېرو نږدې کلونو کې په بد وضعیت کې و. د بیلګې په توګه د سالنګ تونل ترمیم او د نوي تونل جوړول، د کابل کندهار سرک ترمیم او بیا رغونه، د هېواد د حلقوي سرک تکمیلول، په ځانګړي ډول د بادغیس، شمال او جنوب ځمکنيو دهلېزونو جوړول چې مرکزي ولایتونه سره نښلوي. د کابل ښار د حلقوي سرک پیل او تکمیلول، د هغو سړکونو ترمیم او بیارغونه چې ولایتونه له حلقوي سړکونو سره نښلوي، د هغو لویو سړکونو ترمیم او بیارغونه چې دهیواد لوی ښارونه د سیمې له هېوادونو سره نښلوي. د لرې پرتو سیمو او ولسوالیو او ولایتونو نښلوونکو اړينو لارو بیارغونه. د یادونې وړ ده چې ډیره پاملرنه به هغه سیمو ته کېږي، چې په تیرو لسیزو کې ورته کم او یا هیڅ پام ندی شوی.

ب: سیمه ييز پلانونه او پلي کول یې:

۱. د سیمه يیزو ماسترپلانونو د پلي کولو په پار د ممکنه اسانتياوو برابرول او همدا شان د تیر (TIR)، آی آر یو (IRU)، کریک (CAREC)، (UN-ESCAP) او نورو سیمه يیزو او نړېوالو کنوانسیونونو، پروګرامونو او ټولنو چې افغانستان یې غړیتوب لري د تخنیکي شرایطو په رڼا کې د سیمه يیزو ترانزیتي او تجارتي دهلیزونو وده او پراختیا.

۲. د داخلی اړوندو قوانینو او مقرراتو، پالیسيو، لوایحو او طرز العملونو تیارول او هراړخيز کول، د سیمې او نړۍ په کچه د پورته یادوو شويو ټولنو د قوانینو همغږي کول، څو په هېواد کې د سیمه يیزې پانګونې لپاره زمینه برابره شي.

۳. د لویو لارو په اوږدو کې د تیر پارکونو، دمه ځایونو، د وزن د کنترول د سټیشنونو او نورو اړينو اسانتياوو برابرولو له لارې د ملي عوایدو د لوړېدلو لپاره زمینه برابرول.

۴. په سیمه يیزو شوراګانو او کنوانسیونونو کې دافغانستان د ګډون اغېزمنتيا لوړل او د هیواد د لوړو ګټو لپاره په دې برخه کې له شته فرصتونو پراخه ګټه اخیستل.

۵. د هیواد خصوصي سکتور ته د سیمه يیزو ترانزیتي او تجارتي دهلیزونو په جوړولو او بيا رغونه کې د ونډې اخیستلو فرصتونو برابرول.

۲. د سرک او اړوندو تاسیساتو مدیریت او ساتنه

۱. په ټولګټو چارو وزارت کې د هېواد د ټولو سړکونو او اړوند تاسیساتو لپاره د ملي پانګې په توګه د ثبت یو هراړخيز او منظم سیستم رامنځ ته کول.

۲. د سړکونو د بیا رغونې په برخه کې د سړکونو د اقتصادي، اجتماعي او سیاسي اهمیت او ملي منافعو پر بنسټ لومړیتوبونو په پام کې نیول.

۳. د هېواد په کچه د ټولو ملي او سيمه ييزو سړکونو د بيارغونې او ساتنې لپاره د موثرو او عملي پلانونو ترتیب او پلي کول او پدې اړه خلک او د هېواد خصوصي سکتور ته زمینه برابرول.

۳. د ترانسپورټي بنسټونو جوړونه او بیا رغونه

۱. د سرک جوړونې په برخه کې د کار دوه مرحله ای طریقو پلي کول، په دې صورت کې د کورنیو لویو او وړو شرکتونو او د سيمې خلکو ته د کار مناسب فرصت پیداکول. (داسی چې د سرک بدنه د سيمې د خلکو او هېواد د کوچنیو شرکتونو پر مټ او د پخولو چارې یې د کورنيو لویو شرکتونو پر مټ په بیلابیلو مرحلو کې سرته ورسیږي).

۲. د سرک د ودانيزو توکو (قیر، سمنټ، ...) ، د پلونو او پلګوټو د جوړولو لپاره د مخکې جوړو شويو کانکریتي واحدونو د ځنځیري سیستم رامنځ ته کول، ترڅو د ودانيزو توکو د قیمتونو په کنترول سره د سړکونو او اړوند بنسټونو د ترمیم او بیارغونې لګښتونه را ټیټ شي.

۳. د کورنيو شرکتونو لپاره د درجه بندۍ یو منظم او موثر سیستم (کنسرسیوم) رامنځ ته کول چې هر شرکت به دخپلو کارونو پر بنسټ ارزول کیږي، چې په دې توګه به د کار کیفیت او وړ شرکتونو ته کاري فرصتونه برابر شي.

۴. د هېواد د ټرانسپورټي بنسټونو د بیا رغونې په چارو کې د سيمې خلکو او داخلي کوچنیو شرکتونو د ونډې اخیستلو لپاره د لازیاتو فرصتونو او سهولتونو رامنځ ته کول.

۴. د سړکونو ساتنه او څارنه

۱. د سړکونو او د هغو د اړوندو تاسیساتو ساتنه او څارنه د خلکو او هېواد د خصوصي سکتور په مرسته ، ترڅو د هېواد تر۱۰ میلیارد ډالرو ارزښت، ملي شتمني او پانګه (سړکونه ) په ښه توګه د راتلونکو نسلونو لپاره وساتل شي.

۲. د سړکونو په ساتنه او څارنه کې د ځایي خلکو او کوچنیو کورنيو شرکتونو ګټور او موثر ګډون؛

۳. د سړکونو د ساتنې او څارنې په برخه کې د خصوصي سکتور هڅونه او په دې برخه کې د عامه او خصوصي ګډون میکانیزم رامنځ ته کول او له دې لارې د عوایدو لاسته راوړل.

۴. د سړکونو د ساتنې په برخه کې د پیسو په بدل کې کار او نورو طریقو په تطبیق سره د خلکو ترمنځ د باور رامنځ ته کول او د امنیت د ښه والي په موخه ځانګړي ډول په لرې پرتو سیمو کې ځایي خلکو ته د سړکونو په جوړولو کې ډیره ونډه ورکول.

۵. د سړکونو د ساتنې په برخه کې د څارنې او ارزونې د ملي شبکې رامنځ ته کول ( استازو، په وخت خبرول او د خلکو او خصوصي سکتور ونډه)؛

۶. د یو منظم مدیریتي پلان له مخې د خلکو او خصوصي سکتور په مرسته د نقلیه باروړونکو وسایطو د وزن کنترول او د هغو کلکه څارنه.

۷. د سړکونو د ساتنې او څارنې د مخکې له مخکې اقداماتو په برخه کې د یو سیستم رامنځ ته کول، د ځایي خلکو، دولتي او خصوصي سکتور د سهیم کولو له لارې.

۵. د سرک او اړوندو بنسټونو لپاره د ډیزاین لارښود او د معیارونو جوړول

۱. د داسې پروګرامونو جوړول او پلي کول کوم چې دسړکونو ګټورتیا زیاته، عمر یې ډېر اود جوړولواو رغولو بيه یې کموي.

۲. د هیواد اقتصادي او اقلیمی شرایطو سره سم د سړکونو د ډیزاین او جوړولو لپاره د مختلفو معیارونو او تخنیکي مشخصاتو جوړول.

۳. د سړک او ترافیکو د خونديتابه لپاره د پالیسیو او معیارونو اصلاح او رامنځ ته کول او په دې برخه کې د موجوده مقرراتو او قوانينو معیاري کول.

۴. د ترانسپورتي بنسټونو د جوړولو پرمهال د چاپیریال ساتنې او ټولنیز، موافقی، نورمونو او ارزونو ته ښه پاملرنه.

۶. د کار موندنې ملي پالیسۍ رامنځ ته کول او عملي کول

۱. د هېواد د لویو لارو په اوږدو کې د شنو دهلیزونو ملي پروګرامونو جوړول او پلي کول کوم، چې پر مټ یې د نړیوالې چاپیریالیزې او زرغونتیا ځانګړې شوې بودیجې څخه د مالي سرچینو جذبولو لپاره بنسټ جوړول، چې په پایله کې یې د ملي او ځايي کارموندې اسانتیاوې برابروي، او د هیواد داقتصادي ودې لامل کیږي.

۲. د سړک جوړونې په برخه کې د مرحله ای ستراتیژي پلي کول (د ځايي خلکو له خوا د سړک بنسټ او زیربنا جوړول او د داخلي لویو او وړو شرکتونو له خوا د پوښښ جوړول) چې پدې سره کوچنیو سيمه ييزو شرکتونو او ځايي خلکو ته په سړک جوړونه کې پوره زمینه برابریږي. د سړکونو د جوړولو بيه را ټیټیږي. کورني خصوصي سکټور ته د جوړونې په برخه کې د فرصت ورکولو له لارې د ملي سرچینو او بشري منابعو په کارولو سره په ټول هېواد کې د کارموندنې لامل ګرځي.

۳. د سیلاوونو او نورو ګواښونکو سرچینو پر وړاندې غوره مدیریت او چمتووالی چې د سړکونو د ویجاړېدو لامل کیږي، په ځانګړي توګه داقلیم د بدلون ګواښونو ته په پام سره د تخنيکي مشخصاتو او ملي معیارونو ترتیبول.

۴. د سړکونو د ساتنې او اهمیت ملي اونۍ اعلانول، ترڅو د سړکونو او د هغه اړوندو ساختمانونو ساتنې ته پاملرنه وشي او د ټرانسپورټ زیربناوو (سرکونو، پلونو او اړوندو د سرک د اوبو تاسیساتو) د اهمیت لپاره د عامه پوهاوي کچه لوړه کړي.

۷. د ټرانسپورټي بنسټونو د جوړولو پرمهال د کیفیت مدیریت او څارل

۱. د ګډ سیسټم او میکانیزم رامینځته کول (ډیری کورني شرکتونه او د افغانستان تخنیکي پرسونل او کله چې اړتیاوي بهرنیو شرکتونو ته د مشوره ورکولو په پار ګډون) خصوصي سکتور، دولتي او نړیوال مراجع د پروژو د کیفیت، ارزونې او د سروې پروسو، ډیزاین، تدارکاتو او مالي اسنادو څارنه.

۲. د درېيم او څلورم لاس په لاس قراردادونو د کلتور له منځه وړل او کنټرول چې د کار د کیفیت د ټیټیدو لامل شوي دي.

۳. د سړک جوړونې توکو د کیفیت څارنې لپاره د ملي لابراتوار معیاري کول او د غوره مدیریت رامینځته کول.

۴. د فواید عامې وزارت د پروژو د تطبیق ښې څارنې او مدیریت لپاره ځانګړي میکانیزم او آنلاین سیستم رامینځته کول.

۸.د پروژو د مالي منابعو او تطیبق غوره مدیریت

۱. د سړکونو او اړونده ودانيو د جوړونې په برخه کې د ځایي موادو، مالي او بشري سرچینو او سیمه ييزو میکانیزمونو څخه ممکنه او موثره ګټه اخيستنه (د خلکو، دولت او خصوصي سکتور سم مشارکت) او برخه اخیستنه؛

۲. د ترانسپورتي بنسټونو په سکتور کې د بلاعوضه نړوالو او بین المللي پانګو او سرچینو جلبولو ته ډیره زیاته پاملرنه؛

۳. په اختیاري او غیر اختیارې بودجو کې د فساد او د هغه لاملونو کمولو ته کلکه پاملرنه.

۴. د پروژو د مالي اسنادو، استملاک، تدارکاتو او د چاپېریال ساتنې اسنادو د طی مراحل کولو لپاره د وخت د قید په اساس د کړنلارې تدوین.

۵. د چاپیریال ساتنې په برخه کی له نړیوالو بودجوي صندوقونو ، د بودجې را جلبولو ته جدي پاملرنه. د مثال په توګه د تغییر اقلیم نړیوال صندوق او نور.

9. د وزارت بنسټيزه اصلاح او سمون (ریفورم)

۱. د فواید عامې (ټولګټو) وزارت د یوې مشخصې، اړوند، واقعبینانه، ځواب ويونکي او په مسلکي اصولو ولاړو د دندو دلایحې ترتیب.

۲. د متخصصو او تجربه لرونکو اشخاصو په مرسته د موجوده تشکیل معیاری کول او د تشکيلاتي پړسوب مخنیوی (له اړتیا سره سم د بست رامینځته کول)؛

۳. د پروژوي واحدونو PMO او PIU ګانو ښه مدیریت او پرمختګ اوهمدارنګه د وزارت هغه پورټفولیو کوم چې د بهرنیو سرچینو لخوا تمویلیږي ښه مدیریت.

۴. د معلوماتو د مدیریت سیسټم (ډیټابیس) ته وده ورکول او د پروژو د پلي کولو او پلانولو کې له نوموړي سيستمه کاراخیستل او پایله کې خلکو او ملي شورا وکیلانو ته د کاري او د پروژې وضعیت او حالت شریکول؛

۵. د کورنیو اړتیاوو او سیمه يیزو ستراتیژیو په رڼا کې د وزارت لپاره د نوي او اوږد مهاله ستراتیژۍ ترتیب کول، د وزارت لپاره د مشخص هدف، لرلید، کاري استقامت تعینول.

۶. د ټرانسپورتي بنسټونو د سروې او ډیزاین تصدۍ رامینځته کول. دا تصدۍ د ملي کارپوه کادرونو په مرسته د وزارت د ځان بسیاینې لپاره یو ښه بنسټ کیدای شي. او هغه بودجه چې مخکې به بهرنیو هیوادونو او بین المللي مشاوریتونو او سرچینو ته د پروژو د ډیزاین او جوړولو په خاطر ورکول کیده، بیرته وزارت او افغانستان ته جذب شی.

۷. د (NRAP) یا کلیوالي سړک جوړونې پروګرامونو پیاوړتیا او دوام یې د ټولګټو چارو وزارت په پروګرامونو کې او د دې برنامې تدریجي انتقال وزارت او ولایتي تشکیلونو ته.

۸. د ملي او سيمه ييزو سړکونو د جوړونې د پروژو د پلي کیدو څخه، د غوره نظارت لپاره حکومت او ملي شورا ته په وخت او جامع راپور ورکول.

۹. ، د هیواد د ټولو ولایاتو او اقوامو تعادل(جنسيت) په پام کې نیولوسره؛ د وزارت په تشکیل کې د متخصصو انجینرانو ځای پر ځای کول.

۱۰. د ملي شورا او په ځانګړي ډول ولسي جرګې له استازو سره د پروژو په پلي کولو کې د همغږۍ رامنځ ته کولو په موخه د یوه منظم میکانیزم او د پروژو په تطبیق کی د اجتماعی مسایلو مدیریت په برخه کی د ټولګټو چارو وزارت او د هیواد مقننه قوی ترمنځ د همغږی رامنځ ته کول.

۱۰. د ټولنيز جنسيت پر بنسټ، په دوامداره او هراړخیزه توګه د ظرفیتونو لوړول

۱. د پروژو په تخنیکي، مالي، اداري، مدیریتي، تدارکاتي او اجتماعي برخو کې د لنډ مهالو او اوږد مهالو روزنيزو پروګرامونو ترلاس لاندې نیول او په دې برخه کې د یوې منظمې ستراتیژی جوړول؛

۲. د پوهنتونو د درسي نصاب د اصلاح په برخه کې له اړوندو پوهنتونونو سره همکاري او همغږي کول او په یو منظم سیستم سره د سړکونو د جوړولو په عملي برخه کې د پوهنتونونو د محصلینو جذب کول او هغوئ ته د عملي کار زمینه برابرول؛

۳. د هیواد د پوهنتونونو او څېړنيزو مرکزونو سره په همغږۍ د ترانسپورتي زیربناوو په برخه کې څیړنو ته کلکه پاملرنه؛

۴. د ټولګټو چارو وزارت د انجینرانو د وړتيا لوړونې په موخه د ټرانسپورټي بنسټونو د انسټیټیوټ جوړول؛

۵. د ملي او نړېوالو معیارونو پر بنسټ د سړکونو لپاره د خوندیتوب سیستمونو رامنځ ته کول؛

۱۰. سيمه ييز او ولایتي سړکونو اقتصادی کولو ته پاملرنه

۱. د هېوادونو تر منځ د قیر رانیولو د قراردادونو لپاره زمینه برابرول ترڅو هر ولایت ته لازم مقدارقیر وويشل شي او ځایي خلکوته او کوچني سيمه ييز شرکتونو ته ښه کاري زمینه برابره شي او دا پروګرام به سيمه ييزو خلکوته ښه کاري زمینه برابره کړي؛

۲. د خلکو له لوري د سړکونو د خونتیوب زمینه برابرول.

۳. د ملي او نړېوالو منابعو څخه د مالي سرچینو جلبول.

د ټولګټو چارو وزارت د سرپرست او نوماند وزیر د وينا متن او پرګرامونو لنډیز

د افغانستان د عظیم ملت عزتمنو استازو! اجازه راکړئ چې یوځل بیا له تاسو مننه وکړم چې ما ته مو ددې وخت راکړ څو د ټولګټو چارو وزارت پرګرامونه په لنډ ډول ستاسو درانه حضور ته وړاندی کړم.

ستاسو د حسن اعتماد او تایید رايې مخکې تر مخکې مننه وکړم. ماته به ستاسو باور او مثبته رایه ددې زمینه برابره کړي چې یاد پرګرامونه په ښه ډول په ملک کې پلي شي او ددې زمینه به هواره شي چې په ټولګټو چارو وزارت کې د بنسټيزو اصلاحاتو زمينه مساعده او په نتیجه کی به يې د افغان ولس اقتصاد لوړ، خوندي سړکونو، روغتيا او معياري تعلیم ته لاسرسی پیدا کړي. چې دا ټول به ددې لامل شي چې ستاسو موکلین به ستاسو د رايې اعتماد اهل او وړ کسانوته مننه وکړي.

 

...

2 کلونه ۱ میاشت ago

...

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۰:۴۳
Background image

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې د ۱۴۰۴ هـ.ش کال په لومړۍ ربع کې  ۹۵۳۰۲۰ ټنه انتقالات  ترسره شوي دي

د ۱۴۰۴ هجري شمسي کال په لومړۍ ربع کې(حمل، ثور،جوزا) میاشت کې د ټولګټو وزارت اوسپنې پټلۍ له لارې ټولټال ۹۵۳۰۲۰ متریک ټنه  انتقالات ترسره شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۷۲۶۹۴۶ متریک ټنه،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۰:۲۲
Background image

د کابل- غزني دویم لین سړک رغنیزې چارې په چټکۍ سره جريان لري

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت د کابل -  کندهار لویې لارې اقتصادي او ټرانزيټي اهمیت ته په کتو او د پخواني لین سړک څخه د ګڼې ګوڼې د راکمېدو او ترافیکي پېښو مخنیوي په موخه د کابل – غزني لویې لارې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۳:۴۱
Background image

در ماه جوزا از طریق خطوط آهن (۳۱۲۳۹7) متریک تُن انتقالات صورت گرفته است

 از آغاز تا ختم ماه جوزا سال ۱۴۰۴هـ.ش. از طریق خطوط آهن وزارت فوایدعامه افغانستان (۳۱۲۳۹۶) متریک تُن انتقالات صورت گرفته است.

در این میان از طریق بندر حیرتان (۲۴۲۳۵۷) تُن، بندر آقینه. . .

BACK TO NEWS