د کندهار په ژیړۍ ولسوالۍ کې د باغ پل، پله د ترمیم کار پیل شو

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۵ - ۱۲:۳۱
د کندهار په ژیړۍ ولسوالۍ کې د باغ پل، پله د ترمیم کار پیل شو

د ټولګټو وزارت لخوا؛ د کندهار ولایت په ژیړۍ ولسوالۍ کې د باغ پل په نوم د یوه لوی پُل د اساسي ترمیم کار د دغه وزارت د حقوقي سلاکار مولوي صاحب آغا جان، یو شمېر سیمه اییزو مسؤلینو او د پروژې د انجنیرانو په شتون کې پیل شو.

د دغه پله، د ترمیم کار د ټولګټو وزارت او ترکي ٧٧ ساختماني شرکت ترمنځ د څه کم ٥٠٠ زره امریکایي ډالرو په ارزښت قراردادا شوی ده. 

دا پل، چې د کندهار په ژیړۍ ولسوالۍ کې موقعیت لري، له کندهار ولایت سره د هلمند، فراه او هرات ولایتونو پر نښلون سربیره له جنوبي او مرکزي اسیا هیوادونو سره د سوداګریزو توکو پر خوندي او چټک لیږد رالیږد باندې مثبت اغیز لري. 
 

...

10 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۴۸
Background image

د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په پروان ولایت کې د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ  ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د څه باندې ۶۴۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۸:۱۸
Background image

د غزني–ښرنې سړک د ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا په اړه د ټولګټو وزارت ټینګار

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، د غزني–ښرنې سړک ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا او د کیفیت د ارزونې په موخه، د فردوس هېواد او راشد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۸:۴۰
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر محترم خواجه عوضوف سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او دواړو لورو د ګډو اقتصادي، سوداګریزو. . .

BACK TO NEWS