د کنړ ــ نورستان دوهم لاټ سړک د جوړولو کار ۱۱ سلنه مخته تللی
د کنړ ــ نورستان دوهم لاټ سړک د جوړولو کار ۱۱ سلنه مخته تللی
د کنړ نورستان سړک ۱۰.۷۵ کیلومتره اوږدوالی لري چې د څه باندې ۳۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت له یوه خصوصي ساختماني شرکت سره قرارداد شوی او تر دې مهاله یې د جوړولو کار ۱۱ سلنه پرمختګ کړی او د افغانستان حکومت لخوا تمویل کیږي.
د یاد سړک له بشپړیدو سره به د کنړ او نورستان ولایت ترانسپورټي ستونزي اواري شي او د یادو ولایتونو د اوسیدونکو په تګ را تګ کې به اسانتیاوې رامنځته کوي.
د یادوني وړ ده چې لومړی لاټ یې ۱۱.۷ کیلومتره اوږد او په ۵۴۸ میلیونه افغانۍ قرارداد شوی چې تر دې دمه یې د جوړولو کار ۴۲ سلنه پرمختګ کړی.
د ټولګټو وزارت ــ کابل
لړم ۱۱، ۱۳۹۹