- د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د عوایدو ریاست اړوند شمالي او جنوبي سالنګ ټولپلازاوو اړتیا وړ (۳۸) قلمه ترمیماتي توکو چمتو کولو پروژه

Publish Date
Closing Date
ټولګټو وزارت ټولو په شرايطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو (د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د عوایدو ریاست اړوند شمالي او جنوبي سالنګ ټولپلازاوو اړتیا وړ(۳۸) قلمه ترمیماتي توکو چمتو کولو پروژې) چې MOPW/1404/G-58/NCB تشخصیه نمبر لرونکی دی؛ ګدون وکړي او د شرطپاڼې د شرايطو سره سم خپل سر تړلي آفرونه د یاد اعلان ترخپرېدلو وروسته اړوند مرجع ته وسپاري.
د شرطپاڼې د لاسته راوړلو پته: ګډونوال کولای شي، شرطپاڼه د ټولګټو وزارت د تدارکاتو د رياست د اجناسو له آمريت څخه، چې په صدارت څلورلارې کې د پخواني کورنيو چارو وزارت په سړک کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ته څېرمه موقعيت لري؛ په فلش ميموري کې ترلاسه کړي.
د آفرونو د تسليمۍ وروستۍ نېټه: (1404/7/5) - ( 10:00 ) بجې له غرمې مخکې؛ ناوخته رسېدلي او انټرنيټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین: د بانک ګرنټي په ډول (150,712) افغانۍ دي.
د آفر پرانيستلو نېټه : (1404/7/5) - ( 10:00 ) بجې له غرمې مخکې.
د آفر پرانستولو ځای: ټولګټو وزارت.
يادونه: که چيرې د روان کال (1404/7/5) نېټه د حکومت لخوا په ناڅاپي ډول رخصتي اعلان شي؛ د داوطلبۍ ناسته د یادې نېټې به بله کاري ورڅ کې ترسره کېږي.