سمنگان: د ایبک – پلخمري پر مسیر د دری پایو پلونو د ترمیم او بیارغونې چارې دوام لري

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۴ - ۱۰:۲۳
سمنگان: د ایبک – پلخمري پر مسیر د دری پایو پلونو د ترمیم او بیارغونې چارې دوام لري

د سمنگانو ولایت اړوند د ایبک – پلخمري پر لویه لار د درې پایو پلونو د ترمیم او بیارغونې چارې د ټولگټو وزارت له لوري په چټکۍ سره دوام لري.

د پُلونو د ترمیم او بیارغونې دا پروژه د ټولگټو وزارت له لوري له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره د څه باندې ۶.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت تړون شوې، چې د ا.ا.ا، له لوري تمویلیږي.

د دې پروژې د کار په جریان کې د سیمې اوسیدونکو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول کاري بوختیاوې رامنځته شوې دي، چې د کار له بشپړیدو سره به یې د سمنگانو ولایت اوسيدونکو ترانسپورتي ستونزې د پخوا په پرتله هواري شي.

ټولگټو وزارت هڅه کوي، چې د دغه وزارت مالي امکاناتو ته پام سره د خلکو ترانسپورتي ستونزي هوارې کړي.

...

5 میاشتې 3 اونی ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۴:۳۳
Background image

د زابل ولایت د ټولګټو ریاست د اداري ودانۍ رغنیزې چارې بشپړې شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د زابل ولایت د ټولګټو ریاست د اداري ودانۍ رغنیزې چارې د شاوخوا ۱۸.۳ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې او د زابل ولایت د والي محترم الحاج ملا شیر محمد شریف، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۵:۱۱
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د کاپیسا ولایت تر کار لاندې پروژو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني کاپیسا ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې پرون یکشنبې د تګاب او اله‌سای ولسوالیو د نښلوونکو سړکونو له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه.

محترم. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۸:۴۹
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د بګرام – جبل السراج له دویم لین سړک څخه لیدنه وکړه

د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملامحمدعیسی ثاني پروان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې پرون د جمعې په ورځ د بګرام – جبل السراج له دویم لین سړک څخه په داسې حال کې لیدنه وکړه، چې د پروان. . .

BACK TO NEWS