په بادغيس ولايت کې د افغانستان د حلقوي سړک د یوې برخې کار پيل شو
په بادغیس ولایت کې د افغانستان د حلقوي سړک د یوې برخې کار د یاد ولایت د ټولګټو د رئیس او یو شمېر سېمه ایزو مسئولینو په شتون کې پیل شو.
د غه حلقوي سړک چې ۳۰ کیلومتره اوږدوالی لري د ټولګټو وزارت او خپلواک کاظمي ودانیز او سرک جوړونې شرکت ترمنځ د معدن د استخراج په بدل کې قرارداد شوی دی، چې دا مهال یې چارې پیل او عملاً جریان لري.
د يادونې وړ ده چې د دغه سړک په بشپړېدو سره به د افغانستان د حلقوي سړک یوه برخه بشپړه شي، د هېواد لوېديځ ولایتونه به له شمالي ولايتونو سره و نښلول شي او د تجارتي توکو په لېږد رالېږد کې به د پام وړ اسانتياوې رامنځته شي.