په بامیان او پکتیکا ولایتونو کې د بندو لارو د پاکولو کار دوام لري

ashraf_admin
شنبه ۱۴۰۱/۶/۵ - ۱۶:۴۸
په بامیان او پکتیکا ولایتونو کې د بندو لارو د پاکولو کار دوام لري

د بامیان ولایت د ټولګټو ریاست په ماشینري او د تخنیکي ټیم په هڅو د کابل ۔ بامایانو سړک، چې د غرښويېدلو له امله د تک راتګ پرمخ بند شوی و د سیلابونو له پاتې شونو څخه پاک کاري شول او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شو.

همدارنګه د پکتیا ولایت د ټولګټو ریاست لخوا د دغه ولایت د ښرنې ۔ انګور اډې سړک، چې د ورستیو سیلابونو پر مهال یې ځینې برخې او پلګوټې ویجاړ شوې وو، اوس مهال یې د سیلابونو له پاتې شونو څخه سړک پاک کاري شول او په موقت شکل سره د ویجاړو برخو د ترمیم کار دوام لري.

 د یادونې وړ ده، چې د ویجاړو برخو د اساسي ترمیم او بیارغونې کار به د دغه وزارت له پلان سرسم ترسره شي.

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۵:۵۰
Background image

د اوسپنیزې لارې مستقلې ادارې عمومي رئیس په کابل کې د ایران له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د اوسپنیزې لارې مستقلې ادارې عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي عبدالکریم فاتح، په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر، ښاغلي علیرضا بیکدلي، سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۴:۵۲
Background image

په پکتیکا ولایت کې د جاني خېل – تروه ( قمرالدین) مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې پیل شوې دي او عملاً جریان لري

په پکتیکا ولایت کې د جاني خېل – تروه ( قمرالدین) مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ د ۵۰۱ میلیون او ۶۶۰ زره افغانیو په تخمیني ارزښت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۲:۳۹
Background image

په زمري میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۰۴۳۰۰مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۵ هـ.ش. کال دزمري مياشتې له پيله تر پايه د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۰۴۳۰۰مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۴۶۴۷۶۷ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۳۹۸۳۱ټنه، د تورغنډۍ بندر له. . .

BACK TO NEWS