په تخار ولایت کې د یو نوي جوړیدونکې پُل رغنیزې چارې د ۳۳ سلنه کاري پرمختګ سره دوام لري
دغه کانګریټي پُل چې د یاد ولایت په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې موقعیت لري، تردې دمه یې چارې ۳۳ سلنه کاري پرمختګ لري
د یاد پُل د رغیدو تړون د ۲۷ میلیونه افغانیو په ارزښت له یو ودانیز شرکت سره شوی، چې ټول مالي لګښت یې د افغانستان دولت له پرمختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي
هیره دې نه وي، چې د دغې پروژې د کار پر مهال به د اړوندې ولسوالۍ وګړو ته ۱۷۵۰ کاري ورځې هم رامنځته شي
د ټولګټو وزارت مطبوعاتي څانګه