په تېره اونۍ کې د افغانستان د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۶۸۷۳۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي
د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د جوزا له ۱۱مې څخه تر ۱۷مې نېټې پورې د افغانستان د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۶۸۷۳۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان بندر له لارې (۵۳۳۸۱) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۷۷۹۵) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې (۷۵۵۹) ټنه، چې ټولټال (۶۸۷۳۵) ټنه نفتي، غیر نفتي ، معدنې ډبرې او نور مواد پکې شامل دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اونۍ کې (۴۴۱۳) مټریک ټنه صادرات شوي، چې لویه برخه يې وچه مېوه، د آنارو جوس او معدني ډبرې دي.
درنو تجارانو! که غواړئ خپل سوداګريز توکي په خوندي، آرزانه او چټکه توګه د ريل پټلۍ له لارې انتقال کړئ، نو همدا اوس په مرکز کابل او ولايتونو کې د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې معینیت له آړوند مسوولينو سره په آړيکه کې شئ.
• کابل: 0202320933
• بلخ: 0792008090
• هرات: 0793500545
• فارياب: 0794050003
د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې معینیت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.