په کندز ولایت کې د لوړ ټناژ بار وړونکو وسایطو د وزن د کنټرول په موخه یوه پایه تله د څه باندې ۷.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت نصب او فعاله شوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۳:۴۶
په کندز ولایت کې د لوړ ټناژ بار وړونکو وسایطو د وزن د کنټرول په موخه یوه پایه تله د څه باندې ۷.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت نصب او فعاله شوه

د ټولګټو وزارت له لوري د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ په دشت آبدان سیمه کې د سړک تخریب د مخنیوي په موخه د لوړ ټناژ بار وړونکو وسایطو د وزن د کنټرول په موخه یوه پایه تله نصب او د یاد ولایت د ټولګټو رئیس ملا عبدالخالق حقمل په شتون کې افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

 د یادې تلې د رغولو چارې تېر کال د میزان په میاشت کې د څه باندې ۷.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې وې، چې دا مهال یې چارې بشپړې او رسماً یې په فعالیت پیل وکړ او له دې وروسته به د لوړ تناژ باروړونکو موټرو وزن کنټرول او د آسفالټي سړک له ویجاړېدو څخه به مخنیوی وشي.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۳
Background image

د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت نوی رئیس معرفي شو

د ټولګتو وزارت د وړانديز او د ریاست الوزراء عالي مقام د (۲۵/۴/۱۴۴۸) نېټې د (۲۳۷۸) ګڼې حکم په بنسټ، محترم انجنیر محمد اکبر فایق، د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت د نوي رئیس په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۷
Background image

د شيخ ابونصر فراهي بندر د ۶۴ کيلو متره سړک د بيارغونې چارې پيل شوې

د ایران اسلامي جمهوریت له لورې د ټولګټو وزارت په همغږۍ په فراه کې پرون د میل ۷۸ (ابونصر فراهي) سړک د ۶۴ کيلو متره برخې د بيارغونې چارې د دغه ولایت د والي محترم  ملا محمد حافظ مجاهد، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۲۵
Background image

د بادغیس – هرات لویې لارې د سړک د فرش ترمیماتي چارې د څه باندې ۳۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د بادغیس – هرات لویې لارې اړوند له قلعه نو څخه د بادغیس ولایت تر لامان بازار پورې د سړک د فرش د ترمیم او استنادي دېوالونو جوړولو چارې څه باندې ۳۱.۷ میلیونه. . .

BACK TO NEWS