د کاپیسا له جمال آغه – سربند کلي پورې د سړک جوړولو چارې ۴۰ سلنه کاري پرمختګ لري

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۲۲ - ۱۰:۵۷
د کاپیسا له جمال آغه – سربند کلي پورې د سړک جوړولو چارې ۴۰ سلنه کاري پرمختګ لري

دا کانکریټي سړک چې ۳.۴۷ کیلومتره اوږدوالی لري، د کاپیسا ولایت د حصه دوم ولسوالۍ له جمال آغه کلي څخه پیل او تر سربند کلي پورې غځېږي، چې اوس مهال یې رغنیز کار ۴۰ سلنه کاري پرمختګ لري.

د سړک یاده پروژه د ټولګټو وزارت له لوري له دوو سیمه ییزو شورا ګانو سره تړون شوي، چې مالي لګښت یې د افغانستان دولت له پراختیايي بودیجې څخه ورکول کېږي.

د دې سړک له جوړېدو سره به د حصه دوم ولسوالۍ د جمال آغه او سربند کلیو په ګډون د سړک اړوند کلیو اوسېدونکو لپاره ټرانسپورټي اسانتیاوې رامنځته شي او د کورني اقتصاد د پرمخ یون ترڅنګ به د چاپېریال په ښکلا او ساتنه کې هم د پام وړ رول ولري.

...

3 میاشتې 4 اونی ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۳:۵۷
Background image

د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د کمپنۍ د دویم پله رغنیزې چارې بشپړې شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د کابل–کندهار لویې لارې اړوند، د کابل–غزني د دویم لین سړک په اوږدو کې د کمپنۍ د دویم پله رغنیزې چارې د ۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړې شوې او د ټولګټو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۱:۳۱
Background image

د سالنګونو لویې لارې د سږ کال پلان شویو برخو د بیارغونې کار بشپړ شو

د سالنګونو لویه لار د افغانستان له مهمو او بنسټیزو ترانزیتي لویو لارو څخه شمېرل کېږي، چې د هېواد مرکز له شمالي ولایتونو سره نښلوي. دغه ستره ترانزیتي لاره د حیرتان، شیرخان او آقینې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۱:۵۱
Background image

په قوس میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۶۸۴۱۰۲) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د قوس مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۶۸۴۱۰۲) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ( ۴۸۹۶۴۲) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۵۰۷۵۲. . .

BACK TO NEWS