د ایبک ــ مزارشریف لویې لارې د سړک ترمیماتي چارې پیل شوې

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۴ - ۹:۳۴
د ایبک ــ مزارشریف لویې لارې د سړک ترمیماتي چارې پیل شوې

د سړکونو او پلونو د بنسټيزې او جغلي رغونې تر څنګ ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې برخه هم فعاله ساتلې تر څو له لږو ټپونو څخه سړک ته ډېر زیان وانوړي.

ټولګټو وزارت په همدې موخه د ایبک – مزار شریف لویه لار له ترافیکو چوک څخه تر فیروز نخچیر سیمې پورې د ۴۵ کیلومتره سړک د ترمیم چارې پيل کړې چې تر یوه بریده پرمختګ هم لري.

د دې سړک د ترمیم چارو تړون له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره شوی چې په شپږو میاشتو کې به د سړک د ورانو او ټپي شویو برخو د ترمیم تر څنګ زیانمن شوي پلونه او پلګوټي هم بیارغوي.

د ایبک او مزار شریف تر منځ غځېدلی سړک یوه له مهمو ټرانسپورټي او ټرانزیټي لارو څخه ده چې په ترمیم سره به یې خلکو ته د تګ راتګ په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي.

...

4 میاشتې ۱ اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۱۰:۲۶
Background image

په خوست ولایت کې د دوو پایو پلګوتو د ترمیم او بیا رغونې چارې پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت لخوا د خوست ولایت د موسی خېلو او قلندر ولسوالیو د سړک په اوږدو کې د دوو پایو پلګوتو د ترمیم او بیارغونې چارې د یاد ولایت د ټولګټو رئیس محترم الحاج ملا محب الله. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۳ - ۱۰:۳۲
Background image

په کاپیسا ولایت کې د یو استنادي دېوال د بیارغونې چارې د ۴.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د کاپیسا ولایت په اله‌سای ولسوالۍ د یو استنادي دېوال د بیارغونې چارې د ۴.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د کاپیسا ولایت محترم والي قاري احسان‌الله بریال، د یاد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۰:۱۹
Background image

د ټولګټو وزیر کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یو شمېر پروژو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر پر مهال، د کابل–کندهار لویې لارې د شولډرونو د رغونې له روان بهیر څخه د لیدنې سربېره، د کندهار – سپین. . .

BACK TO NEWS