د نورستان د واما ولسوالۍ سړک د پاکولو کار په چټکۍ سره دوام لري
![د نورستان د واما ولسوالۍ سړک د پاکولو کار په چټکۍ سره دوام لري](/sites/default/files/2022-07/whatsapp_image_2022-07-13_at_9.28.44_am.jpeg)
د نورستان ولایت د واما ولسوالۍ سړک چې له وړاندې د تېزو اورښتونو او سیلابونو له کبله د ترافیکو پرمخ په بشپړ ډول سره بند شوی وه؛ دا مهال یې د پاکولو کار د نورستان ولایت د ټولګټو ریاست د تخنیکي او عملیاتي ټیمونو لخوا په چټکۍ سره دوام لري، چې ډیر ژر به د موټرو د تګ راتګ پرمخ خلاص شي.
د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر