د ټولګټو وزارت تخنیکي معین له یو شمیر ایراني شرکتونو سره ولیدل

ashraf_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۵/۴ - ۱۶:۱۹
د ټولګټو وزارت تخنیکي معین له یو شمیر ایراني شرکتونو سره ولیدل

 

د ټولګټو وزارت تخنیکي معین محترم مولوي عبدالکریم، د یو شمیر افغاني او ایراني ساختماني شرکتونو له استازو سره د دغه وزارت د جلسو په تلار کې؛ په داسي حال کې د نیګمړو پروژو د بشپړولو او د نویو پروژو د کار د پیل په اړه په داسې حال کې وکتل چې، د دغه وزارت د دفتر رئيس مفتي امیر عبدالله، د وزارت یو شمیر تخنیکي رئیسانو او د صنعت او سوداګرۍ وزارت استازو هم حضور درلود.

په دغه لیدنه کې، لومړی د ټولګټو وزارت تخنیکي معین د افغانۍ او ایراني شرکتونو استازو ته ښه د راغلاست تر څنګ د ټولګټو وزارت د پروژو په اړه معلومات ورکړل ویې ویل: زموږ د کار لومړیتوب د نیمګړو پروژو د کار بشپړول او د مهمو لویو لارو ترمیم او روغول دي. 

هغه همدارنګه څرګنده کړه، که چیري د نیمګړو پروژو کار بشپړ نشي، د یادو پروژو ترسره شوی کار او شوی مصرف به له منځه ولاړ شي هغه همدا راز د شرکتونو له مسؤولینو څخه وغوښتل، چې لومړی په نیمه کاره پروژو باندې سرمایه ګذاري وکړئ.

ورپسې د افغاني او ایراني شرکتونو استازو د خپلو شرکتونو او د ترسره کړیو پروژو په اړه په خپل وار سره تفصلي معلومات وړاندې کړل او د ټولګټو وزارت د پراختیايي پروژو پطبیق او روغونې په برخه کې علاقمندي وښوده.

په پای کې د ټولګټو وزارت تخنیکي معین له هغوی څخه وغوښتل، چې د سړکونو او لویو لارو د رغونې په موخه ځانګړي طرحه له دغه وزارت سره شریکه کړي چې له مخي به تصمیم ونیول شي.


د یادونې وړ ده، چې یو شمیر افغاني او ایراني ساختماني شرکتونه د ګډو ګټو (مشترک المنافع) په شکل سره یو ځای شوې دي تر څو په پراختیایي پروژو کې په مشترک ډول کار وکړي. 

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۱:۱۹
Background image

د غزني ولایت په اندړ ولسوالۍ کې د یو محراب جومات د رغونې چارې د ۸۵ سلنه فزیکي پرمختګ سره جریان لري

د ټولګټو وزارت له لوري د ا.ا.ا د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د یو محراب جومات رغنیزې چارې د یو خصوصي شرکت سره قرارداد شوې وې، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۷:۵۶
Background image

د ټولګټو وزارت د ۱۴۴۷ هـ.ق کال لاسته راوړنې د «حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې» برنامه کې وړاندې شوې

د ا.ا.ا مرکزي ویاند محترم مولوي ذبیح الله مجاهد نن ورځ حکومت د مطبوعاتو په هنداره پروګرام کې د ټولګټو وزارت د ۱۴۴۷ هـ.ق کال لاسته راوړنې وړاندې کړې.

محترم مولوي ذبیح الله مجاهد وویل،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۲۶
Background image

په ۱۴۴۷هـ. ق کال کې د ټولګټو وزارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو بشپړ راپور

 ټولګټو وزارت د هېواد له مهمو سکټوري وزارتونو څخه ګڼل کېږي، چې د سړکونو، پلونو، پلګوټو، اوسپنې پټلۍ، ترانسپورتي زیربناوو، ساتنې او څارنې او همدارنګه د لویو لارو په اوږدو کې د جوماتونو د. . .

BACK TO NEWS