میدان وردګ: د سیلابونو له امله د ویجاړو سړکونو د ترمیم کار دوام لري
د میدان وردګو ولایت د ټولګټو ریاست د ماشینرۍ او تخنیکي پرسونل لخوا د دغه ولایت د دایمیرداد، چک او سید آباد ولسوالیو سړکونو په شمول د یاد ولایت اړوند د کابل ـ کندهار لویې لارې د ترمیم کار دوام لري.
د یادونې وړ ده، چې د سیلابونو له امله د سړکونو دغه ویحاړې برخې د اوس لپاره د خلکو د ترانسپورتي ستونزو د حل په موخه په موقټ ډول سرترمیمیږي، چې ورسته به د یاد ولایت د ټولګټو ریاست لخوا په اساسي ډول ترمیم او بیاورغول شي.
د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر