د سالنګ لویې لارې د نن ورځې وضعیت:

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۱ - ۱۲:۵۷
د سالنګ لویې لارې د نن ورځې وضعیت:

نن ورځ په سالنګونو کې هوا وریېځ ده او دغه لویه لار د ترافیکو پرمخ خلاصه ده، چې دا مهال له ټیلري موټرو پرته بار وړونکي موټر له شمال څخه جنوب ته او مسافر وړونکي موټر له دواړو لور د ځنځیر (چین) په تړلو سره تګ راتګ کولی شي.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست پرسونل او وسایط له یادې لویې لارې څخه د واوري په پاکولو بوخت دي. 
ټولګټو وزارت له موټر چلونکو او مسافرو څخه غواړي، چې له یادې لویې لارې څخه د تېرېدو پرمهال د موټرو ځنځیر (چین) وتړي، ترافیکي قوانین مراعت کړي او له پوره احتیاط څخه کار واخلي. 

...

9 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۳۸
Background image

د ټولګټو محترم وزیر جنوب لوېدیځ زون ته د سفر په ترڅ کې د یو شمېر پروژو له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، جنوب لوېدیځ زون ته د خپل کاري سفر پر مهال، چې یو شمېر رئیسانو او تخنیکي انجینیرانو یې ملتیا کوله، د یو شمېر رغنیزو پروژو له کاري. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۳:۵۱
Background image

په ثور میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۰۰۳۸۲۱مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۵ هـ.ش. کال د ثور مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۰۰۳۸۲۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۶۸۸۴۷۴ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۹۵۱۲۱ټنه، د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۸:۳۳
Background image

د ټولګټو وزیر د کابل ـ کندهار لویې لارې پر مسیر د جوماتونو د جوړولو د پروژو له چارو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر پر مهال د کابل ـ کندهار لویې لارې پر مسیر د جوماتونو د جوړولو د پروژو د تطبیق او پرمختګ له بهیر څخه. . .

BACK TO NEWS