سمنګان: د ایبک – مزارشریف سړک د سروې کار پیل شو
![سمنګان: د ایبک – مزارشریف سړک د سروې کار پیل شو](/sites/default/files/2023-02/whatsapp_image_2023-02-06_at_3.14.32_pm.jpeg)
د سنګان ولایت د ټولګټو ریاست لخوا؛ د ایبک (سمنګان) – مزارشریف (بلخ) لویې لارې د اساسي ترمیم په موخه؛ د ۴۰ کیلومتره سړک د سروې کار پیل شو.
د ایبک – مزارشریف لویې لارې ځینې برخې د بېلابېلو عواملو له کبله ویجاړې شوې دي، چې د ترمیم کار یې د ټولګټو وزارت د راتلونکي کال په پلان کې شامل دی او د دغه وزارت مالي امکاناتو ته په پام سره به یې د بیارغونې کار پیل شي.