غزني: په ناني سیمه کې به یو پایه لوړ تناژ تله په نږدې راتلکونکي کې فعاله شي

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۲۶ - ۱۱:۱۰
غزني:  په ناني سیمه کې به یو پایه لوړ تناژ تله په نږدې راتلکونکي کې فعاله شي

د کابل – کندهار لویې لارې په مسیر؛ د غزني ولایت په ناني سیمه کې د یوې پایې لوړ تناژ باروړونکو موټرو د کنترول تلې د فعالولو چارې د بشپړېدو په حال کې دي، چې په نږدې راتلونکي کې به فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د غزني ولایت د ټولګټو رئیس الحاج ملا محب الله عباس، تېره ورځ په ناني سیمه کې د یادې تلې له رغنیزو چارو څخه لیدنه او څارنه وکړه او قراردادي شرکت ته یې د کار د هر څه ژر بشپړېدو سپارښتنې وکړې. د یادې تلې له فعالولو سره به؛ د لوړ تناژ باروړونکو موټرو وزن کنترول او د سړک له ویجاړېدو څخه به مخنیوی وشي.

...

10 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۴۸
Background image

د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په پروان ولایت کې د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ  ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د څه باندې ۶۴۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۸:۱۸
Background image

د غزني–ښرنې سړک د ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا په اړه د ټولګټو وزارت ټینګار

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، د غزني–ښرنې سړک ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا او د کیفیت د ارزونې په موخه، د فردوس هېواد او راشد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۸:۴۰
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر محترم خواجه عوضوف سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او دواړو لورو د ګډو اقتصادي، سوداګریزو. . .

BACK TO NEWS