د واورې د تیز اورښت له امله د سالنګونو په ګډون دهېواد يو شمير لويې لارې د ترافیکو پر مخ دلنډ وخت لپاره تړل شوې دي

media_admin
د واورې د تیز اورښت له امله د سالنګونو په ګډون دهېواد يو شمير لويې لارې د ترافیکو پر مخ دلنډ وخت لپاره تړل شوې دي

سالنګونو: د سالنګونو لویه لار نن سهار شاوخوا ۱۰:۳۰ بجې د واورې تيز اورښت، طوفان او د لیدو ساحې د محدوديت له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده، خو د ټولګټو وزارت د سالنګونو د ساتنې او څارنې پرسونل هڅه کوي چې د هوا په برابريدو او د طوفان په کميدو سره یاده لويه لار د ترافیکو پرمخ پرانیزي.

غزنی: د غزني ولايت د مالستان، اجرستان، ناور او جاغوري ولسواليو نښلونکي سړکونه د واورې تيز اورښت له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوي دي.

باميان: د باميان ولايت د آقرباط، آب قول کرمان، شاتو، حاجګک  کوتلونو مسیرونه او د پنجاب او ورس ولسواليو نښلونکي سړکونه هم د واورې تيز اورښت له امله د وسایطو د تګ راتګ پر مخ تړل شوي دي او د سر پل ولايت قم کوتل هم د ترافیکو پر مخ تړل شوی دی.


دغه راز د په غور، ميدان وردک، کابل، پروان، ارزګان، دایکندي، بادغیس، نورستان پکتيا او کاپيسا ولايتونو کې هم د واورې تيز اورښت جريان لري چې له ډلې يې د غور ولايت د بند بکک په شمول ځېنې مسیرونه د ترافیکو پر د لنډ وخت لپاره بند شوي وو چې د ياد ولايت د ټولګټو ریاست د پرسونل په هڅو د واورو څخه پاک کاري شول او دا مهال د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوي دي.

د ټولګټو وزارت سر پرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د یاد وزارت ټولو ولایتي رئیسانو او کارکوونکو ته امر کړی، چې د واورې د اورښت پر مهال دې ولایتي ریاستونه او قراردادي شرکتونه د هېوادوالو د خوندي تګ راتګ په موخه لویو لارو او سړکونو ته جدي پاملرنه وکړي او یاد مسیرونه دې له واورو څخه پاک کاري کړي او د ترافیکو پرمخ دې پرانیستي وساتي.

دغه راز د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر له درنو هېوادوالو څخه غوښتنه کوي چې د لنډ وخت لپاره ( د هوا تر برابریدو) پورې دي د سالنګونو په ګډون پر زیان منونکو لارو له تګ راتګ څخه ډه ډه وکړي تر څو له زړه بوږنوونکو پیښو مخ نیوی وشي.

د ټولګټول وزارت ولایتي پرسونل او قراردادي شرکتونه بشپړ چمتووالی لري چې د واورې د وریدو پر وخت د هېواد ټول نښلونکې لويې لارې او سړکونه د ترافیکو پر مخ پرانيستي وساتي.

دغه وزارت له درنو هېوادوالو، مسافرانو او موټر چلوونکو څخه په درنښت هيله کوي چې له اړتيا پرته دې له زیان منونکو لارو څخه تګ راتګ نه کوي.
 

...

2 کلونه ۱ میاشت ago

...

...

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۴:۲۹
Background image

د قرار داد د ورکړې خبرتیا-د حیرتان - مزار شریف د اوسپنزې کرښې  د(5) پنځم  بندر د صادراتي او ټرانزیټي توکو د پروژې د قرار داد د ورکړې خبرتیا

د ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانه ته بلنه ورکوي چې د حیرتان - مزار شریف د اوسپنزې کرښې  پنځم  بندر د صادراتي او ټرانزیټي توکو لپاره په قرارداد ورکړي، چې (MOPW/1404/NC-3LNCB . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۰:۴۶
Background image

د قرار داد د ورکړې خبرتیا- د کابل-کندهار په لویه لاره د میدان وردګو ولایت د دراني د پل د ترمیمولو د پروژې د قرارداد دورکړې خبرتیا

د ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانه ته بلنه ورکوي چې د کابل-کندهار په لویه لاره د میدان وردګو ولایت کې د دراني د پل د ترمیمولو پروژه په قرارداد ورکړي، چې  MOP/1403-002/C/RE . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۴:۱۷
Background image

د سالنګونو پر لویه لار د ټولګټو وزارت تر ثاني امر پورې  هرډول بار وړونکو ټیلري وسایطو ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شوه

 لکه څرنګه، چې هېوادوال په جریان کې دي د سالنګونو لویه لار د ۱۴۰۴هـ. ش کال د جوزا میاشتې په ۲۰مه نېټه د هر ډول ټیلري وسایطو پرمخ تړل شوې وه، ټولګټو وزارت له لوري ملي سوداګرو او درنو . . .

Back to announcements