داوطلبۍ ته د بلنې خبرتيا-د کندز ولايت د ايرګننک نيمکاره پله

media_admin
د کندز ولايت د ايرګننک نيمکاره پله

Publish Date

Closing Date

د ټولګټو وزارت، ټولو په شرايطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د کندز ولايت د ايرګننک نيمکاره پله د ( داوطلبۍ، نرخ‌اخيستنې او د مطلوبې سرچينې د ټاکلو په پروسه) کې ګډون وکړي د يادې پروژې تخنيکي اسنادو او د بل‌احجامو کاپي او سافت کولی شئ چې د تدارکاتو د رياست د ساختماني او مشورتي خدماتو له آمريت نه لاسته راوړي ، خپل سرتړلي آفرونه کولی شئ چې د يادې خبرتيا له خپرېدلو نه تر د (۱۴۰۳ د ۱۰مې، تر ۲۵مه د غرمې د ۱۰:۰۰ بجونه مخکې ) د ټولګټو وزارت د تدارکاتو رياست ته چې په ملالۍ واټ کې، د پخوانۍ کورنيو چارو وزارت سړک کې، د احصايې او معلوماتو ملي ادارې ترڅيرمه شتون لري وسپاري ، ناوخته رسيدلي او انترنتي آفرونه د منلو وړ ندي. دغه‌راز په ياد زمان او ساعت کې د داوطلبۍ او د نرخ اخيستنې پروسه د ادارې او د داوطلبانو د استازو په شتون کې ترسره کېږي وروسته د داوطلبۍ او د نرخ‌اخيستنې د ناستې نه د مناسب قيمت او د لاندې معيارونو په پام کې نيولو سره نور طیمراحل يې ترسره کېږي. 
لاندې شراېط د منلو وړ دي: 
1 -لږ‌تر‌لږه د ودانيزو معاملاتو حجم يې د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره سم بايد (۱۶۰۰۰۰۰۰ افغاني) وي. 
2- یو ورته قرارداد چې د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره سم قيمت يې بايد (۱۱۰۰۰۰۰۰ افغانۍ) وي يا دوه ورته قراردادونه چې د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره سم چې قيمت يې (۱۶۷۰۰۰۰۰ افغانۍ وي. 
3- مالي وړتيا (۲۹۰۰۰۰۰ افغامۍ) 
4- د آفر د تضمين قيمت (۴۸۰۰۰۰ افغانۍ)

...

3 میاشتې ۱ اونی ago

...

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۳:۲۶
Background image

د قرار داد د ورکړې بیاځلې خبرتیا- د کابل ـ کندهار د (۵۱۰) کیلومتره د رېل پټلۍ د پروژې تفصیلي سروې او تفصیلي ډیزاین پروژې

د ټولگټو وزرات په شرایطو برابر ټولو دواطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د کابل ـ کندهار د (۵۱۰) کیلومتره د رېل پټلۍ د پروژې تفصیلي سروې او تفصیلي ډیزاین پروژې) د داوطلبۍ په پروسه کې گډون . . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۸:۵۹
Background image

د قرار داد د ورکړې خبرتیا- د جلریز ولسوالۍ څخه تر میدان وردګو ولایت پورې د ۲.۵۹ کیلومتره سړک د جوړولو پروژه

د ټولګټو وزارت په شرایطو برابرو ټولو دواطلبانو ته بلنه ورکوي ؛ ترڅو (د جلریز ولسوالۍ څخه تر میدان وردګو ولایت پورې د ۲.۵۹ کیلومتره سړک د جوړولو پروژې) داوطلبۍ پروسه کې گډون وکړي او د . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۹:۵۰
Background image

د قرار داد د ورکړې خبرتیا- د کندز ولایت د خان‌آباد ولسوالۍ اړوند د بنګي د سیند پر سر د جغې پل د ترمیم او ساتنې پروژه، او د آقتاش پل د ترمیمولو پروژه

د ټولگټو وزرات په شرایطو برابر ټولو دواطلبانو ته بلنه ورکوي ؛ ترڅو(د کندز ولایت د خان‌آباد ولسوالۍ اړوند د بنګي د سیند پر سر د جغې پل د ترمیم او ساتنې پروژه، او د آقتاش پل د ترمیمولو . . .

Back to tenders