د کابل – پروان د دوه لینه ۶۳.۲ کیلومتره سړک د ترمیم چارې پیل شوې

kalim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۷:۵۸
د کابل – پروان د دوه لینه ۶۳.۲ کیلومتره سړک د ترمیم چارې پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د کابل – پروان دوه لینه ۶۳.۲ کیلومتره سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې د کابل ولایت د والي محترم ملا امین‌الله عبید، د دغه ولایت د ټولګټو رئیس محترم قاري حجت‌الله عباس، او یو شمېر نورو سیمه ییزو مسئولینو په شتون کې رسماً پیل شوې.

یاد سړک چې د کابل ولایت له صوفیا پله تر پروان ولایت دروازې پورې ۶۳.۲ کیلومتره اوږدوالی لري، د دواړو لینونو د ترمیم او داغګیرۍ چارو ساختماني مواد یې د څه باندې ۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د خصوصي سکتور سره قرارداد شوي او د کابل ولایت د ټولګټو ریاست د پرسونل او شته ماشینرۍ څخه په ګټې اخیستنې سره عملي کېږي.

د یادې پروژې د پرانستې په مراسمو کې د کابل ولایت والي محترم مولوي امین الله عبید د سیمې اوسېدونکو ته و ویل، چې د یاد سړک په اوږدو کې دې خپل سري جمپونه، موانع او د شولډرونو له غاړو څخه غرفي لرې کړي او د پروژې تطبیق کوونکو ټیمونو ته یې لارښوونه وکړه، چې دواړو خواوو ته دې درې متره شولډرونه ورغول شي.

د دې سړک په ترمیم او داغګیرۍ سره به د کابل او شمالي ولایتونو د تګ راتګ ستونزې د پخوا په پرتله په اساسي ډول هوارې شي.

...

10 میاشتې 3 اونی ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۴:۱۱
Background image

د بګرام – جبل السراج دویم لین سړک د قیر اچونې چارې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري، د بګرام له دوه‌لارې څخه د پروان ولایت د جبل‌السراج ولسوالۍ تر بازار پورې د ۲۵.۶ کیلومتره په اوږدوالي او ۱۰.۲ متره پلنوالي سره د کابل پروان د دویم لین. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د ټولګټو وزارت له لوري د قوشتپې–درزاب سړک د جوړولو چارې په درېیو برخو کې روانې دي

د قوشتپې–درزاب سړک، چې ۵۱ کیلومتره ټولیز اوږدوالی لري، د اساسي رغونې چارې یې د ۱ میلیارد او ۵۱۳ میلیونه او ۷۳۲ زره افغانیو په ارزښت، د ډیزاین‌بلټ  په بڼه د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او خصوصي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۰:۴۲
Background image

د ارزګان ولایت د دهراود، چورې او چنارتو ولسوالیو د سړکونو د ترمیم او داغګیرۍ پروژه د څه باندې ۱۸ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د ترینکوټ دهراود ولسوالۍ د ۲۰ کیلومتره، ترینکوټ چورې ولسوالۍ د ۴۲ کیلومتره او ترینکوټ چنارتو ولسوالۍ د ۱۷ کیلومتره سړکونو د ترمیم او داغګیرۍ چارې، د. . .

BACK TO NEWS