په لوګر ولایت کې د څه باندې يو میلیارده افغانیو په ارزښت د دوو پروژو چارې پیل شوې

kalim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۸:۳۳
په لوګر ولایت کې د څه باندې يو میلیارده افغانیو په ارزښت د دوو پروژو چارې پیل شوې

د  ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په لوګر ولایت د څه باندې يو میلیارده افغانیو په ارزښت د دوو پروژو چارې د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال او کفیل محترم الحاج مولوي عبدالکریم فاتح ، د یاد ولایت د ټولګټو رئیس محترم مولوي جنت ګل سراج، یوشمیر سیمه ییزو مسؤلانو او قومي مخورو په شتون کې پیل شو.

د لوګر ولایت د مرکز پل‌علم له خضر سیمې څخه تر بادخواب روغني – برکي راجان – ده شيخ څلور لارې – د چرخ ولسوالۍ تر ډبرې پل پورې د ۳۲ کیلومتره سړک د رغونې پروژه د ټولګټو وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ د ۷۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوې ده، چې د رغونې کار به یې ۲ کاله او ۶ میاشتو په موده کې بشپړ شي؛ همداراز د لوګر ولایت پوهنتون سړک جوړولو چارې هم د ټولګټو وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ د ۳۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوې دي، چې د رغونې کار به یې ۱۴ میاشتو په موده کې بشپړ شي.

د یادو پروژو د کار په جریان کې به د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شي او په بشپړېدو سره به یې سیمه ییز ترانسپورت منظم، د درنو هېوادوالو په ځانګړي ډول د یادو مسیرونو څخه د تلوونکو مسافرو او زده کړیالانو د تګ راتګ، د کرنیزو او سوداګریزو توکو د انتقال ستونزې په بشپړه توګه هوارې شي.

دا په داسې حال کې ده چې ټولګتو وزارت په دې وروستیو کې د هېواد په بېلا بیلو ولایتونو کې د سړکونو، لویولارو، پلونو او  پُلګوټو د رغونې، ترمیم او بیا رغونې په برخه کې د ګڼ شمیر پروژو چارې پیل کړې دي.

...

2 میاشتې 3 اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۱:۳۴
Background image

په میدان وردګو ولایت د ۲۵ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې د څه باندې ۵۷۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري په میدان وردګو ولایت کې د کابل – بامیان لویې لارې اړوند ۲۵ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې، د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال محترم الحاج مولوي عبدالکریم فاتح،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۳:۴۷
Background image

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت پلاوي د اوزبیکستان هېواد د ترانسپورت او لوجستیک نړيوال فورم او نندارتون کې ګډون وکړ

د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال محترم الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ یوه پلاوي د ا.ا.ا په استازيتوب د ترانسپورت او لوجستیک نړيوال فورم  کې گډون وکړ.

د غه نړيوال فورم او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۰:۲۳
Background image

د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال د یوشمېر اوزبیکستاني پانګوالو او یو اوزبیکستاني شرکت له مسئول سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال محترم الحاج مولوي عبدالکریم فاتح، د یاد وزارت د تخنیکي رئیسانو په شتون کې د اوزبیکستاني پانګوالو او د  VELETON LLC کمپنۍ له مسئول سره  په خپل کاري. . .

BACK TO NEWS