د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې مرستیال کنړ ولایت ته سفر وکړ

kalim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۲:۵۴
د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې مرستیال کنړ ولایت ته سفر وکړ

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې مرستیال، محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، ختیځو ولایتونو د سفر په لړ کې کنړ ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د اسعدآباد – ناړۍ پر مسیر د غازي‌آباد ولسوالۍ د ۱۴ کیلومتره سړک د رغنیزو چارو ترڅنګ، د کنړ سیند پر سر د پشد او زیړي بابا پلونو له ترمیماتي چارو څخه هم لیدنه وکړه.

په دغې لیدنه کې محترم معاون صاحب؛ د یادو پروژو  قراردادي شرکتونو مسؤلینو او تخنیکي ټیمونو ته د کار د چټکتیا، غوره کیفیت او په ټاکلي وخت د پروژو د بشپړیدو په اړه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

...

10 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۸:۱۸
Background image

د غزني–ښرنې سړک د ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا په اړه د ټولګټو وزارت ټینګار

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، د غزني–ښرنې سړک ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا او د کیفیت د ارزونې په موخه، د فردوس هېواد او راشد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۸:۴۰
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر محترم خواجه عوضوف سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او دواړو لورو د ګډو اقتصادي، سوداګریزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۴:۲۵
Background image

د غزني – ښرنې لویې لارې د ترمیم پروژه د ټولګټو وزارت له لوري په چټکۍ سره جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د غزني – ښرنې لویې لارې د ۴۵ کیلومتره برخې د ترمیم پروژه، د څه باندې ۱۴۵ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې ده او دا مهال یې عملي. . .

BACK TO NEWS