په سمنګان ولایت کې د یوې پايې تلې د مکمل کمپلکس چارې د څه باندې ۴.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړې شوې
د ا.ا.ا د تولګټو وزارت لخوا د سمنګان ولایت په ایرګنک سیمه کې د سړکونو له ویجاړېدو څخه د مخنیوي او د لوړ تناژ باروړونکو وسایطو د وزن د کنترول په موخه د یوې پايې تلې د مکمل کمپلکس( د تلې د نصبولو، بریښنا، د تلې لپاره د یوې ودانۍ، د څښاک اوبو لپاره د یوې حلقې څاه د کېندلو او د تلې د نښلوونکو سړکونو) د رغولو چارې بشپړې او دیاد ولایت د تولګټو رئیس، سیمه ییزو مسولانو او قومي مخورو په شتون کې ګټه اخیستنې ته وسپارل شوې.
یاده تله د ټولګتو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ د څه باندې ۴.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوې وه، چې د درې میاشتو په موده کې یې کار بشپړ شو، د یادې تلې په فعالیدو سره به د لوړ تناژ وسایطو وزن کنټرول او د سړک له ویجاړېدو څخه به مخنیوی وشي.
