داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د کندز ولایت د ټولګټو ریاست په پام کې لري خپله ځمکه چې شاوخوا (۲ جریبه، ۶ بسوې او ۱۸ بسواسه) مساحت لري د نافذه قوانینو سره سم په اجاره ورکړي

kalim_admin
اعلان اجاره دهی پروژه اجاره دهی موازی ۲ جریب ۶ بسوه ۱۸ بسواسه زمین ملکیت ریاست فواید عامه ولایت کندز واقع ناحیه هشتم جوار بل الچین مسیر سرک کندز شیرخان بندر

Publish Date

Closing Date

ټولو محترمو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، د ټولګټو وزارت په پام کې لري، چې د امارتي ځمکو د اجارې قانون او نورو نافذه قوانینو سره سم، هغه ځمکه  چې شاوخوا (۲ جریبه، ۶ بسوې او ۱۸ بسواسه) مساحت لري او د کندز ښار د اتمې ناحیې په مربوطاتو کې، د بل الچین ترڅنګ د کندز ـ شیرخان بندر پر سړک موقعیت لري، د نافذه قوانینو سره سم په اجاره ورکړي.

ټول حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې د پانګونې علاقه لري، کولای شي د شرطنامې سکن د دې وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو او غیر مشورتي خدماتو له آمریت څخه د غوښتنې پر بنسټ ترلاسه کړي؛ او د یادې ځمکې لپاره خپل اغېزمن، عملي او اقتصادي طرحه چمتو کړي او د (۱۴۰۵/۲/۲) نېټې، چې د چهارشنبې ورځ ده، د سهار تر (۱۰) بجو پورې، چې د مزایدې او داوطلبۍ وروستۍ نېټه ده، د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د صدارت څلور لارې، د پخواني کورنیو چارو وزارت ودانۍ، د ملي احصایې او معلوماتو ادارې څنګ ته موقعیت لري، د ګډون لپاره مراجعه وکړي.

که چېرې ګډون کوونکی استازی وي، باید د رسمي وکالت خط هم له خپلې طرحې سره ضمیمه کړي.

طرحې باید لاندې موارد ولري:


۱- د تاسیساتو ابتدایي طرحه او اړونده نقشه
۲- اقتصادي تحلیل او د لګښتونو ابتدایي اټکل
۳- د پروژې د تطبیق مهال وېش
۴- د طرحې احتمالي اقتصادي او ټولنیزې ګټې
۵- د اجارې موده (داوطلب باید د خپلې غوښتل شوې مودې موده په کلونو او میاشتو مشخصه کړي)
۶- د میاشتني کرایې اندازه (داوطلب باید خپله وړاندیز شوې کرایه په واضح او مستدل ډول بیان کړي)
۷- د یادې ساحې لیدنه د بشپړو معلوماتو لپاره الزامي ده

۸- د یادې ساحې لیدنه د بشپړو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره د داوطلب لپاره الزامي ده

د مزایدې وروستۍ نېټه او د طرحو پرانیستل: (۱۴۰۵/۲/۲) د سهار (۱۰) بجې

د اجرا تضمین: د بریالي داوطلب له خوا د یو کال کرایې معادل تضمین باید د بانکي ګرنټۍ یا نغدو پیسو په بڼه وړاندې شي.

یادونه: که چېرې د (۱۴۰۵/۲/۲) نېټه په ناڅاپي ډول د حکومت له خوا رخصتي اعلان شي، نو مزایده او د طرحو پرانیستل به په راتلونکې کاري ورځ، په همدې وخت او ځای کې ترسره شي.

...

11 میاشتې 2 اونی ago

...

More tenders

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۴:۴
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د لغمان ولایت د قرغه ‌یي ولسوالۍ د مرکز څخه تر درونټې پورې د سړک د ترمیم پروژه

په همدې وسیله د تدارکاتو اصولو له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د لغمان ولایت د قرغه ‌یي ولسوالۍ د مرکز څخه تر درونټې پورې د سړک د ترمیم  پروژې . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۴۰
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د خاش ولسوالۍ پر لار له باغ مبارک څخه تر جرم پورې د سړک استنادي دېوالونو او پلګوټو د ترمیم پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د خاش ولسوالۍ  پر لار له باغ مبارک څخه تر جرم پورې د سړک، استنادي دېوالونو او پلګوټو د ترمیم پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۳۴
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د بادغیس – هرات پر لویه لار د بادغیس ولایت د قلعه ‌نو څخه تر لامان بازار پورې د سړک د ګبیوني استنادي دېوالونو او ویجاړ شوي سړک‌ د فرش ترمیم او بیارغونې پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د بادغیس – هرات پر لویه لار د بادغیس ولایت د قلعه ‌نو څخه تر لامان بازار پورې د سړک د ګبیوني، استنادي دېوالونو او ویجاړ . . .

Back to tenders