داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د لغمان ولایت د قرغه‌يي او علینګار ولسوالیو د عمومي سړکونو د داغ‌ګیرۍ لپاره د درې ډوله ساختماني موادو (مایع قیر، کرش او لرګي) تدارک او پېرودنه، د ملي پرانیستې داوطلبۍ له لارې، د منظورۍ په شرط ترسره کېږي

kalim_admin
تهیه و خریداری سه قلم مواد ساختمانی (قیرمایع کرش و چوب ) برای داغگیری سرکهای عمومی ولسوالی های قرغه یی و علینگار ولایت لغمان

Publish Date

Closing Date

د لغمان ولایت د قرغه‌يي او علینګار ولسوالیو د عمومي  سړکونو د داغ‌ګیرۍ لپاره د درې ډوله ساختماني موادو (مایع قیر، کرش او لرګي) تدارک او پېرودنه، د ملي پرانیستې داوطلبۍ له لارې، د منظورۍ په شرط ترسره کېږي. د ټولګټو وزارت، د بودجې د منظورۍ په شرط، ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه کوي؛  ترڅو د یادې پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي. دا پروژه د (مؤجل مطلق بیع) پر بنسټ ترسره کېږي او د تشخیصیه نمبر MOPW/1405/G-17/NCB لرونکې ده. داوطلبان کولای شي خپل مهر او لاک شوي آفرونه د شرطنامې د شرایطو سره سم، د اعلان له خپرېدو وروسته وسپاري.

د شرطنامې د ترلاسه کولو پته:
داوطلبان کولای شي، شرطنامه د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو د تدارکاتو له آمریت څخه، چې د صدارت څلور لارې (د پخواني کورنیو چارو وزارت ترڅنګ، د ملي احصائیې او معلوماتو ادارې په څنګ کې موقعیت لري)، د فلش حافظې (USB) له لارې ترلاسه کړي.

د آفرونو د سپارلو وروستۍ نېټه:
1405/02/26
نېټه، د سهار 10:00 بجې مخکې.
هغه آفرونه چې ناوخته یا د انټرنېټ له لارې وسپارل شي، د منلو وړ نه دي.

د آفر پرانستلو نېټه او وخت:
1405/02/26
نېټه، د سهار 10:00 بجې مخکې

د آفر پرانستلو ځای :د ټولګتو وزارت

یادونه:که چېرې پورته ذکر شوې نېټه (1405/02/26) د حکومت له خوا په ناڅاپي ډول رخصت اعلان شي، د یادې پروژې د آفر پرانستلو غونډه، به د راتلونکې کاري ورځې په همدې وخت او ذکر شوي ځای کې ترسره شي.

...

۱ کال ago

...

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۲
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د (۸) ولایتونو اړوند د ترانسپورټ او میخانیکي چارو د سمون ریاست د اړتیا وړ (۶۷۸) قلمه پرزه جاتو د چمتو کولو او تدارک پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د (۸) ولایتونو اړوند د ترانسپورټ او میخانیکي چارو د سمون ریاست د اړتیا وړ (۶۷۸) قلمه  پرزه جاتو د چمتو کولو او تدارک . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۷
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د سمنګان ولایت د ایبک–مزارشریف پر لاره د چشمه‌ صیاد پروژه

په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخي ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو  د سمنګان ولایت د ایبک–مزارشریف پر لاره د چشمه‌ صیاد د پروژې قرارداد، چې د MOPW . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۵۵
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د هلمند له دوراهي څخه تر هرات پورې د عمومي لویې لارې د پنځم لاټ د ترمیم پروژه چې 800+211 څخه تر 800+261 کیلومتره پورې او د فراه ولایت د ټولګټو وزارت د ساحې مربوط مسؤلیت کیږي

په همدې وسیله  د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د هلمند له دوراهي څخه تر هرات پورې د عمومي لویې لارې د پنځم لاټ د ترمیم پروژه   . . .

Back to tenders