داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د کندز ولایت د ټولګټو ریاست اړوند د ۲ جریبه، ۶ بسوې او ۱۸ بسواسې ځمکې د اجارې خبرتیا

kalim_admin
پروژه اجاره دهی موازی ۲جریب ۶ بسوه ۱۸ بسواسه زمین ملکیت ریاست فواید عامه ولایت کندز واقع ناحیه هشتم جوار پل آلچین مسیر سرک کندز- شیرخان بندر

Publish Date

Closing Date

ټولو محترمو داوطلبانو او پانګه‌والو ته خبر ورکول کیږي، ټولګټو وزارت په پام کې لري، چې د امارتي ځمکو د اجارې د قانون او نورو نافذه قوانینو له مخې، د کندز ولایت د ټولګټو ریاست اړوند هغه ځمکه چې د کندز ښار د اتمې ناحیې په حدودو کې، د آلچین پل ترڅنګ، د کندز ـ شیرخان بندر د سړک پر مسیر موقعیت لري، مساحت یې ۲ جریبه، ۶ بسوې او ۱۸ بسواسې دی، د اجارې له لارې خصوصي سکټور ته وسپاري.

ټول حقیقي او حکمي اشخاص چې غواړي په یاده ځمکه کې پانګونه وکړي، کولای شي د شرطپاڼې سکن شوې کاپي د غوښتنلیک له مخې د یاد وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو او غیرمشورتي خدمتونو د تدارکاتو له آمریت څخه ترلاسه کړي.

علاقه‌مند داوطلبان باید د یادې ځمکې لپاره خپله لیوالتیا، اقتصادي او د عملي کېدو وړ طرحه چمتو کړي او د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ میاشتې په ۳مه نېټه، د شنبې په ورځ، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو چې د مزایدې او داوطلبۍ وروستۍ نېټه او ټاکلی ضرب‌الاجل دی، د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د صدارت څلورلارې کې، د پخواني کورنیو چارو وزارت ودانۍ، د ملي احصائیې او معلوماتو ادارې ترڅنګ موقعیت لري، مراجعه وکړئ او د مزایدې او داوطلبۍ په بهیر کې ګډون وکړي.

که ګډونوال د بل چا استازی وي، نو باید د خپل رسمي استازیتوب لیک هم له خپلې طرحې سره یوځای وړاندې کړي.

یادې طرحې باید لاندې موارد ولري:

۱. د ځمکې د کارونې موخې او ډول روښانه تشریح؛

۲. د تاسیساتو لومړنۍ طرحه او اړونده نقشه؛

۳. اقتصادي تحلیل او د لګښتونو لومړنی اټکل؛

۴. د پروژې د پلي کېدو مهالوېش؛

۵. د طرحې احتمالي اقتصادي او ټولنیزې ګټې؛

۶. د اجارې موده: داوطلب باید د خپلې خوښې د اجارې موده په کلونو او میاشتو کې په څرګند ډول مشخصه کړي؛

۷. د میاشتني کرایې اندازه: داوطلب باید د میاشتني کرایې په اړه خپل وړاندیز په روښانه او مستند ډول وړاندې کړي؛

۸. د داوطلب لپاره اړینه ده چې د بشپړو معلوماتو د ترلاسه کولو په موخه یاده ساحه له نږدې وګوري.

د مزایدې وروستۍ نېټه او د طرحو د پرانیستې وخت:

۱۴۰۵/۰۴/۰۳، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو.

د اجرا تضمین:

بریالی داوطلب مکلف دی چې د خپلې وړاندیز شوې یوې کلنۍ کرایې معادل تضمین د بانکي تضمین (Bank Guarantee) په بڼه وړاندې کړي.

یادونه:

که چېرې د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ میاشتې ۳مه نېټه د حکومت له خوا په ناڅاپي ډول عمومي رخصتي اعلان شي، نو مزایده او د طرحو پرانیسته به د راتلونکې کاري ورځې په همدې ټاکلي وخت او همدغه یاد شوي ځای کې ترسره شي.

...

11 میاشتې 2 اونی ago

...

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا- د قیصار–لامان حلقوي سړک د پنځم لاټ پر مسیر د دهن بوکن د نوي پل د جوړولو پروژه

په همدې وسیله د تدارکاتو اصولو له مخې ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د قیصار–لامان حلقوي سړک د پنځم لاټ پر مسیر د دهن بوکن د نوي پل د جوړولوپروژې قرارداد . . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۴:۴
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د لغمان ولایت د قرغه ‌یي ولسوالۍ د مرکز څخه تر درونټې پورې د سړک د ترمیم پروژه

په همدې وسیله د تدارکاتو اصولو له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د لغمان ولایت د قرغه ‌یي ولسوالۍ د مرکز څخه تر درونټې پورې د سړک د ترمیم  پروژې . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۴۰
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د خاش ولسوالۍ پر لار له باغ مبارک څخه تر جرم پورې د سړک استنادي دېوالونو او پلګوټو د ترمیم پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د خاش ولسوالۍ  پر لار له باغ مبارک څخه تر جرم پورې د سړک، استنادي دېوالونو او پلګوټو د ترمیم پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې . . .

Back to tenders