د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا- د ارزګان ولایت د پل تنګي 50 متره پله د بیا رغونې پروژه
Publish Date
Closing Date
د ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته خبر ورکوي؛ ترڅو د ارزګان ولایت د پل تنګي 50 متره پله د بیا رغونې پروژې قرارداد، چې د MOPW/1405/W-007/NCB) تشخصیه نمبر لرونکی دی، د تدارکاتو د اصولو له مخې، د بارک سعادت ساختماني شرکت ته، چې د جواز شمېره یې
(D-04-119) او د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ ښار پر سړک، د خاص ارزګان په ولسوالۍ کې موقیعیت لري، د (25,101,777.00) افغانیو په بدل کې په قرارداد ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو (۵) تقویمي ورځو پورې خپل اعتراض په لیکلي ډول، له اړوندو دلایلو سره یوځای، د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د ملالۍ واټ، د کورنیو چارو پخواني وزارت پر سړک، د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې ترڅنګ موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده، او د پورته یادې شوې مودې تر بشپړېدو او د راتلونکو قانوني اجراآتو تر بشپړېدو پورې به قرارداد نه لاسلیک کېږي.
