د بګرام – جبل السراج دویم لین سړک د قیر اچونې چارې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري پیل شوې

kalim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۴:۱۱
د بګرام – جبل السراج دویم لین سړک د قیر اچونې چارې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري، د بګرام له دوه‌لارې څخه د پروان ولایت د جبل‌السراج ولسوالۍ تر بازار پورې د ۲۵.۶ کیلومتره په اوږدوالي او ۱۰.۲ متره پلنوالي سره د کابل – پروان د دویم لین سړک، د پاتې برخو د قیر اچونې چارې د پروان ولایت د والي محترم الحاج شیخ عزیزالرحمن منصور، د یاد ولایت د ټولګټو رئیس محترم الحاج مولوي عزت‌الله عارف، د قراردادي شرکت د مسؤلینو او یو شمېر سیمه‌ییزو مسؤلینو په شتون کې رسماً پیل شوې.

په یاده پروژه کې د بګرام – جبل‌السراج د دویم لین سړک د پاتې برخو د قیر اچونې چارې شاملې دي، چې یوه برخه یې پخوا بشپړه شوې وه؛ خو پاتې چارې یې د ټولګټو وزارت له لوري د ۳۴۲ میلیونه افغانیو په ارزښت له یوه خصوصي شرکت سره قرارداد شوې دي او دا مهال یې عملي چارې روانې دي.

یاد سړک د هېواد له مهمو ترانسپورتي لارو څخه شمېرل کېږي، چې د هېواد پلازمېنه له شمالي ولایتونو سره نښلوي. د دې پروژې په بشپړېدو سره به د وسایطو په تګ راتګ، د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو په لېږد را لېږد کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي.

ټولګټو وزارت د ترانسپورتي زیربناوو په برخه کې د نویو پراختیايي پروژو د پلي کولو ترڅنګ، د پخوانۍ ادارې د یو شمېر نیمګړو او پاتې پروژو چارې هم بېرته پیل کړې او قراردادونه یې تمدید کړي دي، ترڅو هېوادوالو ته غوره او معیاري ترانسپورتي خدمات وړاندې شي.

د ټولګټو وزارت هڅه کوي، چې د زیربنایي پروژو چارې په غوره کیفیت او د تخنیکي معیارونو سره سم بشپړې کړي.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۷
Background image

د شيخ ابونصر فراهي بندر د ۶۴ کيلو متره سړک د بيارغونې چارې پيل شوې

د ایران اسلامي جمهوریت له لورې د ټولګټو وزارت په همغږۍ په فراه کې پرون د میل ۷۸ (ابونصر فراهي) سړک د ۶۴ کيلو متره برخې د بيارغونې چارې د دغه ولایت د والي محترم  ملا محمد حافظ مجاهد، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۲۵
Background image

د بادغیس – هرات لویې لارې د سړک د فرش ترمیماتي چارې د څه باندې ۳۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د بادغیس – هرات لویې لارې اړوند له قلعه نو څخه د بادغیس ولایت تر لامان بازار پورې د سړک د فرش د ترمیم او استنادي دېوالونو جوړولو چارې څه باندې ۳۱.۷ میلیونه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۰
Background image

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د لوګر ولایت له مرستیال والي سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د لوګر ولایت له مرستیال والي، محترم مولوي انعام الله صلاح‌الدین، سره په خپل کاري دفتر کې. . .

BACK TO NEWS