د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د 1405 مالي کال لپاره د مطلقې مؤجلې بیې د پېرلو په اساس د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست د اړتیا وړ (10) قلمه روغنیاتو د برابرولو او تدارک پروژه

kalim_admin
اطلاعیه تصمیم اعطای قرارداد –  پروژه تهیه و تدارک (10) قلم روغنیاتو مورد ضرورت ریاست حفظ و مراقبت سالنگ ها بابت سالی مالی 1405 به اساس بیع مطلق موجل

Publish Date

Closing Date

په همدې وسیله ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د1405  مالي کال لپاره د مطلقې مؤجلې بیې د پېرلو په اساس د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست د اړتیا وړ (10) قلمه روغنیاتو د برابرولو او تدارک پروژې قرارداد، چې د MOPW/1405/W-034/NCB  تشخصیه نمبر لرونکی دی، د تدارکاتو اصولو له مخې د اکرام خلیل لوژستیکي خدماتو، ساختماني، د کرنې او مالدارۍ شرکت ته چې د جواز شمېره یې (79035) ده او د کابل ښارڅلورمې ناحیې اړوند کلوله پشته سیمه کې موقعیت لري، د (4,457,530)  افغانیو په بدل کې په قرارداد ورکړي.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو (5) تقویمي ورځو پورې خپل اعتراض په لیکلي ډول، له اړوندو دلایلو سره یوځای د ټولګټو وزارت ته وسپاري.

دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده، او د پورته یادې شوې مودې تر بشپړېدو او د راتلونکو قانوني اجراآتو تر بشپړېدو پورې به قرارداد نه لاسلیک کېږي.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۹:۳۳
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د سمنګان ولایت د دره‌صوف – مزارشریف سړک پر مسیر د چیچل پل د ترمیم پروژې قرارداد

په همدې وسیله  د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په پام کې لري؛ ترڅو د سمنګان ولایت د دره‌ صوف – مزارشریف سړک پر مسیر د چیچل پل د ترمیم پروژه، چې د . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د هلمند له دوراهي څخه تر هرات پورې د هلمند – هرات لویې لارې دویم لاټ پروژه چې له 000+67 څخه تر 500+125 کیلومتره پورې، د هلمند د ټولګټو چارو د ریاست د ساحې مربوط مسؤلیت کیږي

په همدې وسیله  د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د هلمند له دوراهي څخه تر هرات پورې د هلمند – هرات لویې لارې دویم لاټ پروژه چې له . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۲۳
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د دایکنډي ولایت د اشترلي ولسوالۍ د سړک پر مسیر، د تالِج – خوشک په سیمه کې د لذیر سیند پر سر د نوي پل د جوړولو د پروژې قرارداد

په همدې وسیله  د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د دایکنډي ولایت د اشترلي ولسوالۍ د سړک پر مسیر، د تالج – خوشک په سیمه کې د لذیر . . .

Back to tenders