داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د فاریاب د اوسپنې پټلۍ لپاره د بالاست د لېږدولو یوه واګون له اړوندو ملحقاتو سره د چمتو کولو او تدارک پروژه

kalim_admin
اعلان دعوت به داوطلبی – پروژه تهیه و تدارک یک عراده واگن حمل بالاست با وسایل جانبی برای خطوط آهن فاریاب

Publish Date

Closing Date

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د فاریاب د اوسپنې پټلۍ لپاره د بالاست د لېږدولو یوه واګون له اړوندو ملحقاتو سره د چمتو کولو او تدارک پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي، چې د MOPW/1405/G-49/RBD/NCB تشخصیه شمېرې لرونکې ده، ګډونوال کولای شي د شرطپاڼې له شرایطو سره سم، له اعلان وروسته خپل مهر او بند شوي آفرونه وسپاري.

د شرطپاڼې د ترلاسه کولو پته: د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو د تدارکاتو آمریت، چې د صدارت څلورلارې، د پخواني کورنیو چارو وزارت په ساحه کې، د ملي احصایې او معلوماتو ادارې ترڅنګ موقعیت لري، شرطپاڼه د فلش، مېمورۍ له لارې ترلاسه کړئ، همدارنګه تاسو کولای شې چې شرطپاڼه د ملي تدارکاتو محترم ریاست له ویب پاڼې هم تر لاسه کړئ.

د آفرونو د سپارلو وروستۍ نېټه: آفرونه به د ۱۴۰۵/۷/۱۶نېټې، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو وسپارل شي، چې دا د آفرونو د سپارلو وروستۍ نېټه او ضرب‌الاجل دی. ناوخته رسېدلي او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر تضمین: د داوطلبۍ په روانو پروسو کې د آفر تضمین، د ملي تدارکاتو د محترم کمېسیون د( ۸۶۷) ګڼې پرېکړې له مخې، چې د۱۴۴۷/۸/۸ نېټه ده، د عقودو د قانون تر اړوندې کړنلارې تر نهايي کېدو پورې د تطبیق وړ نه دی.

د آفر پرانیستلو وخت: ۱۴۰۵/۷/۱۶نېټه، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو

د آفر پرانیستلو ځای:ټولګټو وزارت.

یادونه:که چېرې د روان ۱۴۰۵ کال د تلې۱۶مه، نېټه د حکومت له لوري په ناڅاپي ډول عمومي رخصتي اعلان شي، د یادې پروژې د آفر پرانیستلو غونډه به په راتلونکې کاري ورځ، په همدې ټاکلي وخت او هماغه ځای کې چې په دې مکتوب کې ذکر شوی، ترسره شي.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۳:۲۰
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د چرخ د سړک پر مسیر د شولډرونو د فرش تخریب شوو واشونو او تخریب شوي پل د ترمیم پروژه له لیوا پیاده منصوري څخه تر دبر پل پورې

په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخي ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د چرخ د سړک پر مسیر د شولډرونو د فرش تخریب شوو واشونو او تخریب شوي پل د ترمیم . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۱:۷
Background image

داوطلبۍ ته د بیاځلې بلنې خبرتیا - د هرات ولایت د روزنک د اوسپنې پټلۍ په تمځای کې د ټولګتو وزارت د (۲.۰۵) جریبه اضافي ځمکې د اجارې خبرتیا

ټولو محترمو داوطلبانوته خبر ور کول کیږي، چې د ټولګتو وزارت غواړي د هرات ولایت د روزنک د اوسپنې پټلۍ په تمځای کې (۲.۰۵) جریبه اضافي ځمکه په اجاره ورکړي.

له ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو څخه . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۲۸
Background image

د داوطلبۍ د ورکړې د لغوه کېدو خبرتیا!

د عوایدو ریاست اړوند – د غزني – ارغندي ټولپلازاوې د ۱۵۹ قلمه قرطاسیې باب، دفتري لوازمو، د پخلنځي وسایلو او ساختماني موادو ته اړتیا لري، چې نوموړې پروژه د قدرمن مقام د ۱۴۴۸/۰۳/۰۳ نېټې د . . .

Back to tenders