په پروان ولایت کې د ساتنې او څارنې درېیو پروژو چارې د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

kalim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۲۶
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په پروان ولایت کې د ساتنې او څارنې درېیو پروژو چارې، د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت، د پروان ولایت د والي محترم الحاج شیخ مولوي عزیزالرحمن منصور، د دغه ولایت د ټولګټو رئیس محترم مولوي عزت‌الله عارف او یو شمېر سیمه‌ییزو مسؤولینو په شتون کې افتتاح او رسماً  پیل شوې. په دغو پروژو کې د پروان – بامیان مسیر په اوږدو کې د ۵۵ متره استنادي دېوال د ترمیم چارې، د همدې مسیر اړوند د ۱۱.۵ متره درې‌ حجروي پلګوټي، چې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمن شوی و د ترمیم او بیا رغونې چارې او همدا

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په پروان ولایت کې د ساتنې او څارنې درېیو پروژو چارې، د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت، د پروان ولایت د والي محترم الحاج شیخ مولوي عزیزالرحمن منصور، د دغه ولایت د ټولګټو رئیس محترم مولوي عزت‌الله عارف او یو شمېر سیمه‌ییزو مسؤولینو په شتون کې افتتاح او رسماً  پیل شوې.

په دغو پروژو کې د پروان – بامیان مسیر په اوږدو کې د ۵۵ متره استنادي دېوال د ترمیم چارې، د همدې مسیر اړوند د ۱۱.۵ متره درې‌ حجروي پلګوټي، چې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمن شوی و د ترمیم او بیا رغونې چارې او همدارنګه د پروان ولایت د ټولګټو ریاست د اداري ودانۍ د ترمیم چارې شاملې دي.

...

۱ کال 2 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کونړ – نورستان سړک د اساسي رغونې چارې په چټکۍ سره جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د ختیځ زون د مهمو بنسټیزو پروژو له ډلې څخه د کونړ – نورستان سړک رغنیزې چارې د ترانسپورتي اړیکو د ښه والي او خلکو ته د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو په موخه له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۹:۰
Background image

د هلمند ولایت په موسی‌کلا ولسوالۍ کې د ۲۱۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۴ کیلومتره سړک رغنیزې چارې پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې د ٤ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د ٢١١ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصی سکتور سره قرارداد او د هلمند ولایت د والي محترم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۳:۲۶
Background image

د ۱۴۰۵ هـ.ش کال په جریان کې ټولګټو وزارت ۴۹ د ساتنې او څارنې پروژې د څه باندې ۸۴۶ میلیونه افغانیو په ارزښت قراداد او پیل کړې دي

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د روان کال په جریان کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سړکونو د ساتنې او څارنې  د ۴۹ پروژو چارې د ټولټال ۸۴۶ میلیونه، ۴۸۵ زره او ۹۳۴ افغانیو په ارزښت له. . .

BACK TO NEWS